دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 138630
د جوزجان په ولایت کی د تروریستانو په برید کی د لسو پولیسو په شهادت رسیدنه
د هیواد د شمال څخه د رسیدلو ګزارشونو په اساس، د داعش ډلی تروریستی کسان یو پولیس قوماندان او معاینه یی او ۹ کسه نور چی د هغه تر امر لاندی وو د جوزجان په ولایت کی په شهادت ورسوله.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، قوماندان شاه محمود د درزاب په منطقه کی چی د جمعی د لمانځه د اداکولو وروسته د مسجد څخه د وتلو په وخت کی د نه کسانو سره د داعش تروریستی ډلی کسانو تر ډزو لاندی قرار لاندی ونیوی او په شهادت ورسیدل.
د ګزارشونو په اساس، ددی حادثی څخه وروسته، ددی قوماندان معاینه خپل ځان د هغه پر جسد باندی واچوله، هغی هم د تروریستانو په ډزو کی خپل ژوند له لاسه ورکړه.
ویل کیږی چی ددی ډزو وروسته د مهاجمانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ جنګ شروع سو چی تر پرون پوری ادامه پیدا کړه خو ددی نښتی څخه احتمالی تلفاتو په اړه کوم ګزارش نه دی خپور سوی.
یو محلی مقام و بی بی سی ته وویل چی په دی نښته کی طالبان هم د داعش ډلی کسانو سره د امنیتی ځواکونو سره په جنګ کی راشکیل سو.
محلی مقامات د مرکزی حکومت څخه هم د مرستی غوښتنه کړی چی پراخ عملیات د شورشیانو په وړاندی په درزاب کی شروع کړی، خو ددی غوښتنی قبلونه د هوا تر ښه والی پوری معطله سوی دی.
ددی نه مخکی دولتی سرچینی ددی دوو شورشی ډلو د نفوذ څخه په جوزجان کی خبر ورکړی وو.
په همدی دلیل، عبدالرشید دوستم، د رئیس جمهور لومړي معاون په خپل څو سفر کی و شمال ته سږ کال او تیر کال، د نظامی عملیاتو یو برخه د هغوی په وړاندی د نږدی څخه نظارت کړ.
https://avapress.com/vdcgw79qzak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته