په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د طالبانو یوه لوړپوړی ډلمشر د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.
د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره ورځ د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نوم د والي مرستيال او د نظامي چارو او د ځمکو اړوند کمېسيون مسُول ملا شاولي مشهور په ملا ناصر د يوه هوايي بريد په ترڅ کې له خپلو دريو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا ناصر د طالبانو هغه مسُول وو، چې د ځانمرګو بريدونو جوړولو ترڅنګ يې د نظامي چارو سربیره د ځمکو د غصب او په زوره د ويشلو مسُوليت لاره.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له اونیو راهیسې د هلمند په بېلا بېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد هوایي او ځمکني عملیات روانې دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او امریکا پوځ لوی قوماندان تیره اونی خبریالانو ته وویل چې په تیرو درې ورځو کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې یواځې طالبانو ته تر ۱۰ میلیون ډالر مالي زیان اوښتې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو ملاتړې هم سخت مالي زیان لیدلي دي او په مجموعي توګه طالبانو او د هغوي ملاتړو ته ۴۸ میلیون ډالر مالي زیان رسیدلی دی.