دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 151275
د افغانستان، پاکستان، او هند ګډ برخلیک په اړه د پاکستان پوځ مشر تازه څرګندونې

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي، افغانستان، هند، او پاکستان برخلیک یو بل سره تړلې دي.

نوموړی تیره ورځ په یوه سیمینار کې د وینا پر مهال وویل، چې د درېیو هېوادونو برخلیک نه بیلیدونکې دي.

جنرال باجوه زیاته کړه، که چیرې سیمه له کوم ناورین سره مخ شي، نو ټول سیمه به یوځای ډوب شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان، پاکستان، او هند ترمنځ اړیکې ښه نه دي.

د افغانستان او هند چارواکي په پاکستان کې د ترهګرو د امن ځایونو په خاطر تل پر اسلام نیوکې کړي او ټینګار کوي چې په دواړو هېوادونو کې ترهګریز بریدونو د هغو کړیو په مرسته ترسره کیږي چې د پاکستان پوځ یا حکومت سره تړاو لري.

د چارواکو په وینا، پاکستان ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکوي او له هغوي څخه د سیاسي او فشار الې په توګه کار واخلي.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د اګسټ په میاشت کې وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq9qnak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته