د وګړیو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وایي؛ ولسمشر محمد اشرف غني ترې غوښتي، چې دغه بهیر دې ژر پیل شي.
سرچینه زیاتوي، تمه ده روانه اوونۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر، د هغه مرستیالانو، اجرائیه رییس او مرستیالانو ته یې د برښنایي تذکرو له ورکړې سره دغه بهیر په رسمي بڼه پیل شي.
د برښنایي تذکرو وېش د حکومتي مشرانو مهمه ژمنه ده، چې تر اوسه پلې شوې نه ده.
دغه تذکرې د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره هم اړینې ګڼل کیږي.
د وګړیو د ثبت ادارې، د برښنایی تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتو والی لري.
دغې ادارې دا هم ویلي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې؛ به د ولسي جرګې پرېکړو ته احترام وشي او په دې اړه بدلونونه هم د منلو وړ دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)