د امنیه قومندان په مشرۍ د ولایت امنیتي چارواکو د کندهارـ ارزګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت پرغاړه واخیست.
د امنیه قومندان په مشرۍ د ولایت امنیتي چارواکو د کندهارـ ارزګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت پرغاړه واخیست.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخي، د کندهار – ارزګان د لويې لارې د طالبانو تریوه ډلهییز برید وروسته د دوو اوونیو لپاره وتړل شوه.
د کندهار د امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق ویلی دي، وروسته له دې به د کندهارـ ارزګان لاره ونه تړل شي ځکه چې اوس یې مسوؤلیت د کندهار امنیتي ځواکونو په غاړې شوی دی.
رازق وویل. زموږ تېروتنه همدا ده چې مخکې مو د دې لارې امنیت د ارزګان امنیتي چارواکو ته سپارلی وه او اوس مو بیا واخیست او هڅه کوو چې د ارزګان په پولیسو کې اصلاحات راوړو.
په دې نښتو کې د ۲۵ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.