دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 148215
هرات کې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا یوه پایه پر ماينونو الوځول شوې

د هرات حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له ترکمنستان څخه افغانستان ته د واردتې برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده. 

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده.

هغه وايي چې د دې پايې په نړېدو سره د هرات ولايت ډېرى اوسېدونکي د برېښنا د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

فرهاد وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه تخنيکي ډلې سيمې ته استول شوې دي.

دغه راز د هرات ښار اوسېدونکي قادر تيموري پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د ډېرو کورونو برېښنا نشته.

ده زياته کړه: ((ما هم اورېدلي دي چې طالبانو د برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده خو خداى دې وکړي چې اوس يې دوى ژر بېرته جوړه کړي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د برېښنا رياست کارکوونکو د رباط سنګي ولسوالۍ د ١٣ کليو برېښنا، د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله پرې کړه.

د دې سيمې ځيني اوسېدونکي وايي چې د برېښنا رياست د يادې کړنې په غبرګون کې د رباط سنګي اوسېدونکو ياده پايه پر ماينونو الوځولې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgq79qnak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته