د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم انتحاري حمله کې ۵ تنه وژل شوي او له ۲۵ زیات ټپیان کړي دي.
د هلمند والي ویاند عمر ته وویل چې دغه موټر بم انتحاري حمله نن چهارشنبه ۱۱ بجې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ نظام قرول ته نېږدې پر ملي اردو شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې درې ښځې او ۲ پولیس دي او د ټپیانو زیاته برخه یې هم ملکي وګړي دي.
تر دامهاله د دې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)