دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 145613
د کابل چاودنې په تړاو د نوې راپور په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو غبرګونونه

د ولسي جرګې غړي برید په تړاو د وروستي راپورونو ته په اشارې، د امنیتي او استخباراتي بنسټونو په رهبرانو نیوکه کوي او وايي چې د خلکو د سر ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د ولسي جرګې د غړو په وینا، که څه هم امنیتي بنسټونه د دغه برید په اړه کره معلومات استخباراتي معلومات په لاس کې لرل خو دوی و نه توانیدل چې د برید مخه یې ونیسی.

په ولسي جرګې کې د غزني ولایت د خلکو استازي محمد عارف رحماني وویل، چې دغه چاودنې تر ۵۰۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او نوې راپورونو ته په کتو سره، په امنیتي او استخباراتي بنسټونو کې کمزورتیا او ضعف لیدل کیږي.

په همدې حال کې د خلکو ځینې استازي د امریکا پر سفارت هم نیوکې کوي او وایي، چې که څه هم د امریکا سفارت د دغو بریدونو په اړه کره معلومات په لاس کې لري خو دوی امنیتي ځواکونو سره مرسته نه کوي ترڅو د دغو بریدونو مخه ونیول شي.

د الماني رسنیو راپورونو پر بنسټ، د برید په اړه امنیتي بنسټونو ته څو میاشتې مخکې د استخباراتي بنسټونو له خوا خبر ورکړل شوی و او د المان استخبارات د احتمالي موټر بم برید په اړه پنځه میاشتې مخکې خبر درلود.

ویل کیږي چې وسله والې ډلې د دغه برید لپاره په ټانکر کې لږ تر لږه لس ټنه چاودیدونکې توکې ځای پر ځای کړی و او ځانمرګي بریدګر د جعلي اسنادو په مرسته وتوانید چې ځان ته د المان سفارت ودانی ته نژدې ورسوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfytdymw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته