دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 153119
افغانستان؛ ژوند د بیری په سیوری کې
د آسیا تازه نظرسنجونی شکاره کوی چی د افغانانو بیره د خپل شخصی مصونیت څخه د ۲۰۰۶ کال څخه خپل لوړ حد ته رسیدلی دی. دا نظر سنجونی شکاره کوی چی ۷‍۱ سلنه خلګ پوښتنه سوی کسان ویلی دی چی خپل شخصی مصونیت څخه بیریږی. په دی نظرسنجیو کی همدارنګه د افغانانو څخه پوښتنه سوی چی آیا که کوم فرصت ته ورسیږی نو افغانستان به پریږدي؟ نږدی ۳۹ سلنه خلګ مثبت ځواب ورکړی دی. دا شمیر تیرکال ۳۰ سلنه وو. د آسیا بنیاد وایی چی افغانانو بیره امنیتی رای ورکونی مراکزو په وړاندی هم ډیر سوی دی او ۵۱ سلنی څخه ډیر سوی دی. دا نظرسنجی په نورو برخو لکه اقتصاد، حکومتداری او سیاست کی هم ترسره سوی دی. د اقتصاد په برخه کی، یو پر دریم ځواب ورکوونکی ویلی دی چی د کورنۍ مالی رفاه یی د تیر کال په پرتله لږوالی موندلی دی. یواځی ۲۰ سلنه د وضعیت ښه کیدو څخه خبری کړی دی. په دی نظرسنجیو کی اوس هم اکثریته خلګ په دی باور دی چی هیواد سم لوری ته په حرکت نه دی؛ خو تیر کال په پرتله د خوشبینی میزان ډیر سوی دی. د کارپوهانو په باور، دا تازه نظرسنجی شکاره کوی چی د دولت ناکامی په بیلابیلو برخو کی، په مستقیمه توګه د افغانستان میلیونونو خلګو پرژوند باندی اغیزه کړی دی. په دی منځ کی، ناامنی، جنګ، بیکاری، مهاجرت، دولت ناکارآمدی، سیاسی مخامخ کیدنی، فساد، د خلګو د ناهیلی توب اصلی عواملو څخه حسابیږی؛ هغه څه چی بیله شکه، دولت یی په وړاندی مسئولیت لری او هغه دولت چی د خلګو دا ډول غوښتنی ترامکان حده پوری رامنځته نه کړی، بیله شکه، یو ناکام او ناکارآمد دولت بلل کیږی. ټولنیز مسایلو ناظران وایی چی دا نظرسنجی شکاره کوی چی خلګو واټن د د دولت څخه ډیر سوی دی او په همغه اندازه، پردولت باندی د خلګو باور هم لږ سوی دی. په دی حساب، دا ګزارش، یو ډیر مناسب اندازه ګیری مقیاس د تیر او اوس حکومت د ارزولو لپاره حسابیږی او شکاره کوی چی ترکوم حده توانیدلی د خلګو غوښتنی رامنځته او پوره کړی. یو د هغه شیانو څخه چی په دی ګزارش کی ورته اشاره سوی دی، د هیواد اوسیدونکو آرامتیا او فردی مصونیت تامین کی د دولت ناکامی دی. دا په دی معنی دی چی دولت حتی د سولی او امنیت په برخه کی هم د خلګو غوښتنو برعکس عمل کړی دی؛ یعنی په هغه ځای کی چی باید سوله رامنځته سی او خلګ د هغه څخه ملاتړ کوله، بریالیتوب نه دی لاسته راغلی؛ خو په هغه ځای کی چی خلګ سولی ته راضی ته نه وو، دولت د ملی او ټولو غوښتنو برخلاف د سولی معاهده امضا کړی دی. په دی حساب سره، د دولت ناکامی بعدونه چی دخلګو د ناهیلی توب میزان پورته کړی دی، یواځی جنګ او تروریزم سره مبارزی او ناامنی پوری تړلی نه دی؛ بلکه دا کار حتی فردی سولی او امنیت په برخه کی اغیزه کړی دی او د دولت تګلاره د خلګو غوښتنو برخلاف ترسره سوی دی. تریخ حقیقت دادی چی کوم څه د هیله مندتوب لپاره شتون نه لری چی افغانستان خلګ د هغه په اساس ددی هیواد راتلونکی باندی هیله مند وی. داسی په نظر رسیږی چی په دی تازه نظرسنجیو کی د ډیرو ښو شاخصونو څخه د خلګو ناهیلیتوب میزان پیدا کولو لپاره ګته اخیستل سوی دی. هغه خلګ چی مجبور دی په کال کی دری میلیارده دالره یو فاسد حکومت ته رشوت ورکړی او یا هم د تروریستی جنایتکاره ډلو له لوری قربانی سی، څنګه خلګ کولای سی ددی حکومت ښه راتلونکی باندی هیله مند اوسی؟ بنا پردی، د ډیرو منتقدانوپه باور، دا پوره واضح خبره ده چی افغانستان خلګ، هر وخت د بیری لاندی ژوند کوی او خپل ژوند کی امنیت او هیله مندتوب احساس نه لری. په داسی شرایطو کی، پوره معقوله خبره ده چی ډیر خلګ د مهاجرت په اړه فکر وکړی.
https://avapress.com/vdcfymdy1w6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته