د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین په پیل سره پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار والي د دفتر نه خبر شوی خبرپاڼه کی راغلی دی، د یکشنبه په ورځ په بټيکوټ، روداتو، غنيخېلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاین پېل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کښتونه، پرون په بټي کوټ، روداتو، غني خیلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت ضد کمپاین پیل شو.
په ننګرهارکې له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس ویلي چې د هغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې به پر نېږدې ۱۵ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار لهمنځه یوسي.