دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 156503
د امریکا ولسمشر مرستیال او ولسمشر غني د عطا محمد نور په هکله خبرې وکړې

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس او ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د دوه اړخېزو مهمو مسایلو په هکله خبرې وکړې.

سپینې ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې دواړو غاړو د ملي یووالي حکومت اړوند مسایلو، اړینو اصلاحاتو، په سیاسي مسایلو کې د بېلا بېلو اقشارو ښکېلتیا او ونډې، او د راتلونکو ټاکنو په هکله بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشر مرستیال ښاغلي پنس او ولسمشر غني د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابې په هکله هم خبرې وکړې او ښاغلي پنس د خپل په لړ کې له افغان حکومت څخه د واشنګټن پر دوامداره همکاریو او په بلخ ولایت کې د واک پر سوله ییز لېږد ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د مشرتابې پر سر لانجې له کابو درې اوونیو راهیسې روانې دي.

ارګ ماڼی کابو یوه اونی مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې هم ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxvdymw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته