دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 150437
ارګ: د ۲،۳ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۲۰ پروژې منظور شول

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملی تدارکاتو کمیسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۰ پروژې د تطبیق چارې منظور کړل.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په منظور شویو پروژو کې د پکتیکا ولایت زرغون ښار څخه تر وازې خوا پورې د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد، د کابل-چاریکار عمومي سړک د بیارغاونې قرارداد، د پروان ولایت له دوراهي څخه تر مل کوله او بیغمک پورې د دره سرخ د لومړۍ برخې سړک د ۱۲ کیلومتره جوړولو قراداد شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي تدارکاتو کمیسیون د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ له ورسج نه تر خوست فرنګ ولسوالۍ سړک د درېمې برخې د بیارغاونې پروژې قرارداد، د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ سړک له میمنې نه تر ناموسي سیمې غارتپه، عطا خان خواجه او دولت آباد پورې د لومړۍ او دویمې برخې د جوړولو او بیارغاونې قرارداد، د خوست، ننګرهار، پکتیا، غزني، پکتیکا، بغلان، سمنګان، کندز، هلمند او کندهار ولایتونو د ولسي تړون ملي برنامو کې د ورزیاتو شویو منابعو د لګښت قرادادونه، د افغانستان برېښناشرکت د اړتیا وړ د خاک جبار ولسوالۍ ۸۶ قلمه برقي تجهیزاتو د تدارک قراداد هم منوظور کړل.

د ارګ ماڼی په وینا، نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د کندهار برېښناشرکت د اړتیا وړ جنراتورونو د ۶۸ قلمه پرزو د تدارک قراداد، د بلخ ولایت حیرتانو د استوګنې ښارګوټي او غالیو اوبدونکو پروژې د اوبورسولو او کانالیزاسیون شبکې قراداد، د پکتیاپوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ د مرکز جوړولو او سولر سیستم برابرولو د ورکړې قراداد، د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د اړتیا وړ ۲۴ قلمه رنګونو (رنګباب) تدارک د ورکړې قرارداد شامل دي.

ارګ ماڼی وایي، ملي تدارکاتو کمیسیون د مس عینک لرغونې سیمې د خوندیتوب او مستنداتو لپاره د تخنیکي همکارۍ په موخه د یونسکو سازمان سره له واحدې منبع څخه د قرارداد ورکړه، د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ ۶۰ قلمه قرطاسیې د تدارک د ورکړې قراداد، د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف خانو د عمومي ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ډیزل او پترول تېلو د برابرولو او تدارک د ورکړې قراداد، افغانستان د فوایدعامې وزارت د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند د اقینې بندر اوسپنې پټلۍ د تاسیساتو د جوړولو قراداد تعدیل هم منظور کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxdyew6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته