دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 153335
غني: د افغانستان د لرغونې پیژندنې نقشه باید عملي شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دغه هیواد د لرغونې پیژندنې نقشه چې په اساسي ډول جوړه شوې ده څیړنې او تحلیل ته اړتیا لري.

ولسمشر غني، چې د یکشنبې په ورځ (نومبر نولسمه)یې په ارګ کې د افغانستان د تاریخ لیکونکي او لرغون‌پوه احمد علي کهزاد نړیوال علمي او څېړنیز سیمینار ته وینا کوله وویل، د ښاغلي کهزاد له مړینې وروسته د لرغونې پیژندنې علم زیات بدلون کړی او څیړنې ته اړتیا لري.

ښاغلي غني وویل "زما وړاندیز دا دی، چې په اساسي ډول د پوهنتونو او د علوم د اکاډمۍ له لارې د افغانستان د لرغون‌‌پوهانو یو پلاوی سره راټول شي او د افغانستان د لرغون‌ پیژندنې هغه نقشه چې به اساسي ډول جوړه شوې ده، تحقیق ورباندې ترسره کړي".

ښاغلي غني ټینګار وکړ، که د استاد کهزاد هغه فرضیه، چې په قوي ګومان افغانستان د نړۍ په کچه د دولت جوړولو لومړۍ زانګو ده، ثابته شي، دا به د نړۍ ټول تاریخ او لرغون‌پوهنې ته بدلون ورکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د ښاغلي کهزاد د فرضیو ثابتولو لپاره د افغانستان په شمال او جنوب کې کیندنو او څیړنو ته اړتیا ده.

افغان ولسمشر، ښاغلی کهزاد ملي مفکر او د افغانستان د تاریخ غوره څیره یاده کړه، چې پر وینا یې د دغه هیواد تاریخ یې له افسانوي بڼې څخه رابهر او ورته یې مشخصات ورکړل.

د افغانستان نوموتی تاریخ‌ لیکونکی او لرغون‌پوه محمد علي کهزاد په ۱۲۸۷ لمریز کال کې وزیږید او په ۱۳۶۲ کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د خپل ژوند په دې موده کې یو شمیر تاریخي آثار لکه د افغانستان تاریخ، د کابل بالاحصار، افغانستان د تاریخ په رڼا کې، لښکرګاه، افغانستان په شاهنامه کې، غرغښت، د بامیان لارښود او نور چې په مختلفو ژبو ژباړل شوي، پر ځای پریښودل.

ولسمشر غني د افغانستان د علومو له اکاډمي څخه وغوښتل چې د احمدعلي کهزاد ټول آثار یا چاپ او یا هم په ډیتجټل بڼه خپاره کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmmdytw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته