ناپیژانده مسلح کسان نن سهار د کاپیسا ولایت علماوو شورا مشر د هغه ساتونکو سره ترور کړ.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مولوی ګل محمد حنیف یار د کاپیسا علماوو شورا مشر د کوهستان ولسوالی دوهمه برخه کی د دوو موتر سایکل ناستو له لوری په قتل ورسیدل.
په کاپیسا کی چارواکی وایی چی د علماوو شورا ساتونکی د پیښی په سیمه کی ژوند له لاسه ورکړی دی خو خپله ښاغلی حنیف یار روغتون ته لیږد وروسته د ډیرو ټپونو او جراحاتو له امله شهید سوی دی.
تراوسه کوم ډله د ترور مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.