دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 143174
د شمال برخلیک د دوو جنرالانو پر میز باندی
اسلامی ملی جنبش ګوند وایی چی عطا محمد نور؛ د بلخ والی د عبدالرشید دوستم؛ ددی ګوند مشر سره د لیده کاته غوښتونکی سوی دی.
بشیر احمد ته ینج؛ د جنبش ویاند وایی چی ډیر ژیر به دا لیدنه ترسره سی او د عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم ترمنځ د ائتلاف شکل نیونه د امکان څخه لیری نه دی.
ته ینج وویل: د کتنی غوښتنه د ښاغلی نور له خوا مطرح سوی او موږ د هغه څخه ښه راغلاست کړۍ دی او په دی هڅه کی یو چی د بلخ والی د ولسمشر لومړۍ معاون سره کتنه وکړی. د دواړو ګوندونو مشران د یو ائتلاف د جوړولو لپاره ډیر هیله مند دی.
په دی حال کی فرهاد عظیمی؛ د مجلس نماینده او بلخ والی ته نږدی کسانو څخه وایی چی هیڅ غوښتنه د ښاغلی نور له خوا و ښاغلی دوستم ته نه دی سوی؛ خو هغه وویل چی د بلخ والی نور او ښاغلی دوستم اطرافیان هڅه کوی چی ښاغلی نور او ښاغلی دوستم سره ووینی.
په حاضر حال کی، نه دی معلوم چی دا لیدنه څه وخت او د کومو شرایطو لاندی صورت ونیسی؛ خو کا لیدنه ترسره سی د کال یو لوی سیاسی حادثه به صورت ونیسی؛ ځکه د کارپوهانو په باور، عطامحمد نور او ښاغلی دوستم، د هیواد شمال دوه پرقدرته کسان دی چی په شمال کی پراخ نفوذ او سیاسی اقتدار او نظامی او خلګو طرفدار لری؛ هغه کرښه چی دا ورځی د کال خطرناک حادثو څخه به وی.
عطامحمد نور، په تازګیو سره وویل چی مرکزی حکومت، د داعش سره مقابلی لپاره کوم برنامه نه لری او هشدار یی ورکړ چی شمال په دوهم سوریه باندی به بدل سی.
دا جهادی پرقدرته قوماندی اظهارات، شکاره کوی چی د شمال پیچلی وضعیت، پراخ اندیښنی د سیاسی او جهادی مشرانو ترمنځ رامنځته کړی دی او د مرکزی حکومت برنامی نه شتون په شمال کی د مشکلاتو د منځه وړلو لپاره، د هغه مهمو انګیزو څخه به وی چی جنرال دواړه جنرالان د یو مشترک تصمیم نیونی لپاره د شمال د راتلونکی امنیت په اړه، د یو میز پر سر کښینوی.
البته لکه څنګه چی د اسلامی ملی جنبش ګوند ویاند له لوری د ښاغلی دوستم په مشری ادعا سوی دی، که د دواړو جنرالانو کتنی غوښتنه د عطامحمد نور له خوا مطرح سوی وی، بی له شکه ددی حادثی پر اهمیت باندی څو برابره زیاته سی؛ ځکه ښاغلی نور، په حاضر حال کی یو جهادی مقتدره څیره نه یواځی په شمال کی، بلکه د نورو څیرو په پرتله په ټول هیواد کی حسابیږی. دا په داسی حال کی دی چی د ښاغلی دوستم بغل کیناستلو سره د ارګ ریاست جمهوری له لوری، د ملاحظی وړ سیاسی او نظامی قدرت یی کم سوی دی او که دا غوښتنه په اوسنیو شرایطو کی د ښاغلی دوستم له لوری ترسره سوی وای په دی معنی به وای چی ښاغلی دوستم د اشرف غنی په وړاندی د نوی قدرتمنده سیاسی متحدانو په لټه کی دی.
له بل لوری، د څیړونکو په باور، د ښاغلی نور غوښتنی او پیشنهاد یو بل مهم کارکردونو څخه و ښاغلی دوستم ته د کتنی لپاره، دادی چی ښاغلی نور د ډیر وخت راهیسی، د اشرف غنی سره اوږد او پیچلو مذاکراتو باندی مصروفه دی او د ځینو ګمانونو په اساس دواړه مشران نهایی توافقاتو ته هم نږدی سوی دی او ښاغلی نور د اعلان په اساس، قرار وو چی ددی مذاکراتو نتایج، د نوروز ۹۶ کال په جشن کی په مزار شریف کی اعلان سوی وای؛ خو د ښاغلی اشرف غنی دوه ځلی مزار ته تلو او ښاغلی نور کابل ته د مکرر تللو او راتللو برسیره داسی څه تراوسه نه دی رامنځته سوی او همدا کار، کارپوهان په دی ګمان مجبوره کړی دی چی شاید د ښاغلی نور او غنی مذاکرات د بندون سره مخ سوی دی او هغوی نه دی توانیدلی په دی برخه کی توافق ته ورسیږی.
البته په دی برخه کی یو احتمالی تاثیر هم د احمدضیا مسعود برکناره کیدل د اشرف غنی له لوری او عطامحمد نور نارضایتی ددی اقدام څخه دی. بل ګمان هم د ګلبدین حکمتیار مقتدرانه بیرته راتګ سوله لرونکی ژوند ته او د دولت بی سارۍ ښه راغلاست ورڅخه د پوهانو په باور، د ښاغلی نور نارضایتی منځته راوړی دی او د هغه او اشرف غنی لاسته راوړنی په لاره کی یو سیاسی توافق ته، خنډ رامنځته کړی دی.
د شمال امنیتی وضعیت خراب کیدنه او مرکزی دولت پوښتنه منځته راوړونکی بی تفاوتی د هغه په وړاندی هم د هغه عواملو څخه دی چی د نور او اشرف غنی پراړیکی سړه والی باندی تاثیر ایښی دی.
بیا هم د ښاغلی نور او دوستم نږدی کیدنه په اوسنۍ شرایطو کی، یو مهم سیاسی بدلون دی او که دا کتنه په یو لوی قدرتمنده ائتلاف باندی ختم سی، د شمال امنیتی راتلونکی او برخلیک لپاره به ډیر موثر او کارسازه وی.
https://avapress.com/vdcfemdyjw6djya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته