دخپریدو نیټه :شنبه ۸ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 109073
د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
د میدان وردګو ولایت په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي دي .
د دایمیرداد ولسوالۍ انتن پوستې ته څېرمه نن (شنبه) سهار شاوخوا اوه بجې د امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .
همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو میل دهشکه هم لمنځه تللې .
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په علیشه سیمه کې هم عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان عبدالغفار چې مشهور په ملنګ وو،هم وژل شوی دی او همدا راز د مخالفینو درې عرادې موټرسایکلونه هم لمنځه وړل شوي دي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dymw6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته