دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 139782
تروریستی ډلی او منطقه ای استخبارات به خپلو خرابو برنامو ته ونه رسیږی
د افغانستان ځواک مشترک ستاد رییس په نوی کال کی د هیواد امنیت د تامین لپاره د یو امنیتی برنامی د جوړولو څخه خبر ورکوی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، سترجنرال قدم شاه شهیم چی نن د ۱۳۰۰ سرتیرو او افسرانو تحصیلی فراغت په مراسمو کی د کابل نظامی زده کړو مرکز کی خبری کولی، تیر کال یو لاسته راوړونکی کال د امنیتی ځواکونو لپاره بالخصوص ملی اردو لپاره وبلل او وویل چی د تروریستی ډلو او منطقه ای استخباراتو ټول خراب برنامی په ۱۳۹۵ کال کی خنثی سو او دی کال کی به هم خپل خرابو مقصدونو ته ونه رسیږی.
د شهیم په وینا، د شفق عملیاتو تجاربو ته په کتو سره په تیر کال کی، یو عملیاتی برنامه د ۱۳۹۶ کال لپاره ترتیب او تنظیم سوی دی.
ښاغلی شهیم خپلو خبرو په بله برخه کی، په دفاع وزارت کی فساد رد نه کړ؛ خو وویل چی ددی وزارت رهبری ددی پدیدی په وړاندی به په جدی توګه مبارزه وکړی او هیڅ فاسد ته اجازه نه ورکوی چی ملی اردو ځواکونو پاک لمن لکه داره کړی.
دا په داسی حال کی دی چی جان ساپکو، د افغانستان د بیاجوړنی لپاره د امریکا خاص څیړونکی(سیګار) وویل، ځینی شواهد شتون لری چی د افغانستان امنیتی ځواکونو قوماندانان د سلاحو، سوځیدونکو، غذایی توکو او ددی ځواکونو مهمات طالبانو باندی پلوری او خیالی سرتیرو حقوق په امنیتی ځواکونو کی، د قوماندانانو جیبونوته ځی.
https://avapress.com/vdcfc1dy0w6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته