دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 148538
متېس: د افغانستان په اړه د امریکا سټراټيژي بشپړه شوې او ترې خوښ یو

لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې سټراټيژي په بشپړه توګه دقیقه ده او دوی ترې خوښ دي.

د متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس پرون دا مسئله یاده کړه.

هغه وویل، هر څه دقیق جوړ شوي او بیا کتنې ته ولاړل نه.

متېس زیاته کړه: "زه ډېر راضي یم چې سټراټیژيکه پروسه په بشپړه توګه دقیقه وه او د بیا کتنې مرحلې ته ولاړه نه چې څه ډول پوښتنې به راولاړې کړي او څه ډول پرېکړې کیدلای شوای."

هغه دا څرګندونې هغو خبريالانو ته وکړې چې منځني ختيځ ته له ده سره په سفر کې ملګري وو.

جېمز متېس یو له هغو کسانو دی چې افغانستان ته د سرتېرو د استولو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و چې په نوې سټراټيژي کې به افغانستان ته د شاوخوا څلورو زره اضافي سرتيرو د استولو مسئله د بحث وړ موضوع وي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جون میاشت کې دا واک ورکړ چې افغانستان ته د سرتیرو د لېږلو یا نه لېږلو یا د پاتې سرتیرو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د واشنګتن ډي سي په کمپ ډېوېډ کې د افغانستان په شمول په یو لړ مهمو موضوع ګانو له خپلو لوړپوړو امنیتي همکارانو سره خبرې کړي دي.

هغه وویل چې د افغانستان په شمول یې د ګڼو نورو مهمو موضوع ګانو په اړه پرېکړې نیولي دي.

نه ولسمشر ټرمپ او نه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه دا پرېکړې اعلان کړي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، یوه امریکايي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د ټرمپ د ادارې لوړپوړي امنیتي همکاران افغانستان ته د درې تر پنځه زره امریکايي سرتیرو د استولو په پرېکړې ولاړ دي څو دا سرتیري په جګړه کې له افغان پوځیانو سره لاس ورکړي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس ویلي ولسمشر ټرمپ به په خپله سټراټيژي اعلان کړي:

"په دې اړه ولسمشر لکه څنګه چې خپله یې ویلي پرېکړه کړې ده. هغه غواړي چې په خپله دا خبره امریکايانو ته اعلان کړي نو تر هغه وخته پورې به زه څه نه وایم."

د اوس لپاره په افغانستان کې تر ۱۳ زره ډېر بهرني پوځیان شته چې شاوخوا اته زره څلور سوه یې امریکایي دي.

په امریکا کې دننه بیا افغانستان ته د سرتیرو د لیږلو او نه لېږلو د پرېکړې مخالفین او ملاتړي زیات دي.

په سنا او استازیو جرګه کې د خلکو استازي په تمه دي چې د افغانستان او سیمې په اړه سټراټيژي دوی ته ولېږل شي.

افغان حکومت هم افغانستان ته د تازه دمه امریکايي سرتیرو راتګ مثبت ارزولی خو ټینګار یې کړی چې نه غواړي د امریکا یا ناټو عسکر دلته په جګړه کې داخله شي.

ګڼو افغان چارواکو او په ر‌أس کې یې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان پوځیانو وړتیا ستایلې او ویلي يې دي چې دا پوځیان په خپله جګړه مخته وړي او دا کار یې له وس پوره دی.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د قول اردو په پرانیست غونډه کې وویل چې دغو پوځیانو د جګړې وضعیت بدل کړی او دښمن یې لویو هدفونو ته نه دي پرېښي.

ښاغلي غني دا ګواښ هم وکړ که وسله‎وال طالبان تسلیم نه شي افغان ځانګړي ځواکونه به یې په زور تسلیم کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexv8zvjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته