دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 144587
د تهران په تروریستی برید کی د آمریکا د پښو نښه
د کالیفرنیا آیالت جمهوری خواه نماینده د آمریکا کنګری په مجلس کی په یو کم سارۍ اظهاراتو کی د ( د تهران بریدونو طراحان ملاتړ ګټو ) څخه د ایران حکومت مقابلی په مقصد خبری وکړی.
روراباکر د پنجشنبه په ورځ، د امریکا په کنګره کی د حزب الله لبنان په اړه د استماع ناستی په جریان کی خبری کولی د تهران د چهارشنبه تروریستی برید په اشاری سره، وویل: شاید دا بد فکر نه وی چی آمریکا د هغه سنی یانو څخه چی د حزب الله او شیعیانو زموږ دشمن باندی برید کوی، ملاتړ وکړی، آیا ښه فکر نه دی؟
هغه ددی طرحی د ارایه کولو وروسته په ناسته کی د یو کارپوه د ځواب سره مخامخ سو چی وویل: دا بریدونه  دداعش له لوری ترسره سوی دی او موږ باید په هیڅ وجه د هغه ملاتړ ونه کړوو او باید هغه محکوم کړو.
په دی سره، روراباکر د یو مثال په ذکر سره وویل: لکه پوهیدلو چی جوزف استالین یو ښه سړۍ نه وو او باید د هغه څخه مو هیڅ وخت مرسته نه وای کړۍ، خو د هغه بد سربیره د هیتلر د منځه وړلو لپاره... شاید بد فکر نه وی چی اسلامی رادیکال ډلی د یو بل سره په جګړه بوخت سی.
د آمریکا ددی نماینده اظهارات که څه هم په غربی رسنیو ډیر خپور سوی دی، د هغه کسانو اظهاراتو په زمره کی دسته بندی سوی دی چی د آمریکا په خارجی سیاست کی د عجیب او بحث منځته راوړونکی مواضعو اتخاذ باندی شهرت لری.
هغه همغه کس دی چی مخکی له دی روسیه سره د یوځای کیدو لپاره د کریمه جزیره حق څخه دفاع کړی وو او همدارنګه د دوه نورو امریکایی سناتورانو په اتفاق سره، د کرزی په وخت کی، د احمدضیا مسعود او محمد محقق او عبدالرشید دوستم؛ د افغانستان ملی جبهی مشرانو سره ناستی وکړی ترڅو په افغانستان کی د فدرالی نظام رامنځته کونی طرحی څخه دفاع وکړی؛ خو هغه وخت چی رورا باکر غوښتله ددی ناستو په لړ کی د افغانستان مخکنۍ دولت مستقیم او سختو مخالفت سره یوځای وو، کابل ته راسی، د دوبی په بین المللی هوایی ډګر کی، افغانستان ته د واردیدو ممنوعیت یی ترلاسه کړل او نور ونه سوای کړای چی خپل ناستی د ملی جبهی مشرانو سره ادامه ورکړی.
خو آیا دا استدلال په یواځیتوب سره کافی دی چی د آمریکا د پښو نښه په سیمه کی ایران او روسیی او چین او... ګټو ته ضربه وهلو لپاره د تروریستی ډلو ملاتړ کی وپیژندل سی او د لیدلو وړ وی؟
کارپوهان وایی چی ددی پوښتنی ځواب منفی دی او دهغه دلیل هم روشانه دی؛ ځکه د آمریکا پټ ملاتړ د تکفیری او وهابی فعال جریانونو څخه په سیمه ایز هیوادونو کی، یواځی یو جنجالی شخصیت او د آمریکا کنګری نمایندګانو مجلس یو جنجالی غړۍ پوری نه محدودیږی، مخکی له دی، په سیمه کی د تروریستی تکفیری ځواکونو سره د آمریکا لاس درلودلو په اړه ډیر فلمونه او عکسونه او نظرونه خپور سوی دی.
د عراق څخه تر سوریه او د افغانستان څخه تر یمن او لیبی او...
د القاعده او طالبانو څخه تر داعش او بوکوحرام او الشباب او...
د پوهانو په باور، ددی ادعا د سموالی په اثبات کی همدا کافی دی چی آمریکا د هغه هیوادونو سره چی د تکفیری تروریزم سره مبارزی په لمړۍ صف کی په خاورمیانه کی قرار لری، دشمنی کوی او د ټولو وسیلو څخه د هغه هیوادونو تضعیفولو کی ګټه اخلی؛ خو د هغه هیوادونو سره چی د تروریزم شکاره ملاتړ کوونکی او د وهابیت تاریکه ایدئولوژی مروج کوونکی او د اسلام په نړۍ او عرب په نړۍ کی د جنګ او ترور او نفاق اچونی غوښتونکی رژیمونو سره، دوستانه استراتژیک اړیکی برقراره کوی، د هغوی سره د اسلحو خرڅولو سلهاوو میلیاردو قراردادونه منعقد کوی او هغوی د بل ملت په وړاندی جنګ او نفاق اچونی ته هڅوی.
په دی حساب، روراباکر، د هغه تصور برخلاف چی شتون لری،دا ځل عجیب اظهارات نه دی ارایه کړۍ؛ بلکه هغه همغه څه په ژبه ویلی دی چی آمریکا او په سیمه کی یی همپیمانه، کلونه کیږی هغه ترسره کوی.
په دی منځ کی، کوم توپیر نه لری چی ددی اقدام نوم د داعش څخه ملاتړ پریږدی که بل څه. هغه حقیقت چی شتون لری دادی چی آمریکا په سیمه کی د جاری ناامنیو اصلی عامل څخه دی او د آمریکا اصلی استراتژی لکه څنګه چی د روراباکر په اظهاراتو کی راغلی دی، د مذاهبو او اسلامی فرقو یو بل سره اچول د تروریستی ډلو په مرسته دی.
https://avapress.com/vdceve8zfjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته