دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 153262
د لومړي ځل لپاره د سر د پیوند عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول

چینایي روغتیاپالو په لومړي ځل د انسان د سر د نښلونې عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.

د بریتانیا (The Telegraph) ورځپانې د ایټالیایي جراح سرجیو کاناورا له قوله لیکلي چې د چین د "هاربین" پوهنتون د ډاکټرانو یوې ډلې د سر د پیوند عملیات پر یوه مړي ترسره کړل او دا عملیات بریالی پای ته ورسیدل.

سرچینې ویلي چې دا عملیات به بل ځل پر ژوندي انسان ترسره کیږي.

ډاکټر کاناورا په دې اړه ویلي: "د سر د پیوند عملیات لومړی ځل په مړي وشول او بل ځل به د انسان د سر بشپړ لیږد یوه ناروغ ته ترسره شي."

د راپور پر اساس دا عملیات ۱۸ ساعته وخت ونیو او ډاکټران په دې وخت کې په دې توانیدلي چې ستون فقرات، اعصاب د وینې رګونه بیرته سره وتړي.

په طبابت کې له یوه انسان څخه بل انسان ته د سر انتقال په تیر وخت کې یو خیالي کار، خو اوس څیړنو او تکنالوژۍ دا کار په حقیقت بدل کړی دی او هغه انسان چې د ماغزو په مرګوني ناروغۍ اخته وي هم د ژوند کولو چانس لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepx8zwjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته