دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 153253
کابل کې د اوبو کړکیچ په اړه د ولسمشر غني خبرداری

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي پلازمېنه کابل د اوبو له بنیادي کړکیچ سره مخ دی.

نوموړی نن د ښاري ملي کنفرانس په څلورمې پړاو کې د وینا پر مهال وویل، چې د هېواد د ښارونو په کچه د اوبو مدیریت په برخه کې د مدیریت نشتوالی له بد میراثونو څخه یو یې وباله.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې په تیرو درې کلونو کې د اوبو د مدیریت په هکله څیړنې او مطالعات ترسره شوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په پلازمېنه کابل کې د اوبو کړکیچ د لمنځه وړولو په خاطر یوه لویه برنامه به په نژدې راتلونکې تطبیق شي.

د ولمسمشر غني په وینا، د دغه برنامې پر اساس په پام کې ده چې په کابل ولایت کې د اوبو پر یوه مهم بند کار پیل شي چې د پلازمینې ډیرې ستونزې یې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تل د حکومت پر هغو تګلارو او پلانونو ټینګار کړی چې موخه یې د افغانستان د اوبو مدیریت دي.


ولسمشر غني پدې کنفرانس کې د افغانستان راتلونکي لپاره وارداتي بیلانس تر ټولو لوی خطر وباله او خصوصي سکټور یې وننګوه چې کورني تولیدات لا هم په ډېره ټيټه کچه کې دي.

ولسمشر غني وویل افغانستان هر کال د دوه ملیارده ډالرو په ارزښت غذايي مواد او د یو ملیارد ډالر په ارزښت ساختماني مواد له بهرنیو هیوادونو افغانستان ته واردوي.

ولسمشر خصوصي سکټور ته په خطاب کې وویل" صنعتي پارکونه غواړئ درکوو یې، ۲۵ فیصده ترجیح مو قراردادونو کې تاسې ته درکړې، خو خپل کورني تولیدات لوړ کړئ، نور بیروکراسي ستاسې مخه نشي نیولی، زمونږ ټول ښارونه په وارداتو ولاړ دي، هګۍ واردوئ چې شپیته ورځې پرې وتي دي، ایا مونږ د چرګانو هګۍ نشو تولیدولی".

ولسي تړون پروګرام

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وايي په راتلوونکو درېیو کلونو کې به په ولسي تړون پروګرام ۷۵۰ ملیونه امریکايي ډالر ولګول شي او دا پروګرام د افغان حکومت یو له مهمو ابتکاراتو نه دی.

ولسمشر غني چې نن په ارګ کې په ښاري څلورم ملي کنفرانس کې ویناء کوله وویل د میثاق شهروندي پروګرام به د ښار او کلي ترمنځ واټن له منځه یوسي، کلیوال کرهڼیز تولیدات به ښار کې پلورل کیږي او له دغه پروګرام نه به ښار میشت او کلیوال ګډه ګټه پورته کوي.

ولسمشر وویل "د میثاق شهروندي پروګرام د ملي پیوستون د پروګرام ځای ناستی ندی، ټول ښارونه به له دې پروګرام نه ګټه پورته کړي".

ازبکستان ته سفر
ولسمشر غني پدې کنفرانس کې وویل چې پنځلس ورځې وروسته به ازبکستان ته په سفر لاړ شي او هلته به ۱۴ موافقتنامې له ازبکستان سره لاسلیک کړي.

هغه وویل د برېښنا په تړاوو به ښه خبرونه د ازبکستان له سفر ولري، ولسمشر وویل په راتلوونکو دوو کلونو کې به ۱۷۰ میګاواټه برېښنا برابره شي.

ولسمشر وویل "زه له خپل اقتصادي سلاکار قیومي مننه کوم، ازبکستان ته یې سفر درلود ازبکستان به د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا په ځای ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا راکړي".

پدې کنفرانس کې ولسمشر وویل د راتلوونکي پسرلي له سره به مهمې ادارې په دارالامان کې جوړېدونکي کمپلکس ته ور انتقالې شي.

د ښاري ملي څلورم کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي او پاتې دوه ورځې به د پولیتخنیک په پوهنتون کې وي.

پدې کنفرانس کې د قلعه نو، میمنې، لشکرګاه، کندهار، چاریکار، ګردیز، خوست او مهترلام ښاروالان په ښو پروګرامونو وستایل.

سرچينه : د صدای افغان خبر آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8zxjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته