د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په دی اړه رسنیوټه وایی، په یاد ولایت کې وسله والو له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغوی وایی، یاد پېښه د یکشنبه په ورځ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د عمر زیو په سیمه کې ترسره شوی ده.
ځواک ویلی، د یاد هاوان مرمۍ وسله والو مخالفینو له خوا توغولې، او له امله ۷ تنو ټه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۵ ماشومان وژل شوي او ۲ تنو نور ټپیان شوي دي.
ویلکږی، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوی دی چې د پېښې عاملین ونیسي.
خو تر اوسه کم دلې د یاد پيښه پر غاره نه دی اخیستی.