د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
په خوست کې نن(چهارشنې د سلواغې۱۳مه) د ماین چاودنې له امله پنځه پولیسو سرتېري او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
پېښه هغهمهال رامنځته شوې ده چې د پولیسو رنجر موټر د سرک غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی.
د پولیسو د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، غني الرحمن هم پېښه تائیدوي او زیاتوي چې چاودنه د خوست لوبغالي ته نېږدې سیمه کې شوې.
د پېښې ټپیان د خوست روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې مسوؤلیت نه دی منلی.