دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 143100
تکمیل/کندهار ولایت کي چاودنو شوی ده
کندهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د دوه پرلپسې چاودنو پر مهال ۱۱ کسانو ټه مرګ ژوبله اوښتې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، یاد پيښه دیر شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې د یاد ولایت ښار د سردار مددخان څلور لاري کې تر سره شوې دي.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک په دی اړه رسنیو ټه وایی، لومړی په یاده سیمه کې پر صرف موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې سیمې ته د امنیتی پولیسو د رسېدو سره سم دوهمه چاودنه هم تر سره شوې ده.
هغوی ویلی، په دغه چاودنه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او د ۳ امنیتی پولیسو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه د یاد پيښه مسولیت کوم دلی پر غاره نه دی اخیستی
https://avapress.com/vdce7x8z7jh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته