دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 145108
علما د (فتنه) سره مبارزی څخه تر (اسلامی نظام) څخه دفاع پوری
اشرف غنی؛ ولسمشر، د قرآن نزول لسیزی څخه لمانځلو مراسمو کی، د دین علماوو څخه وغوښتل چی د هغه سره یوځای فتنه له منځه یوسی. هغه زیاته کړه چی د فتنه او جنګ او بغاوت سره مقابله، د هغه او حکومت څخه دفاع نه دی؛ بلکه د افغانستان اسلامی نظام څخه دفاع دی.
هغه د سه شنبه په ورځ په یاد مراسمو کی په ارګ کی، د چا یا ډلی څخه د نوم نه اخیستو سره وویل چی د بغاوت او فتنه تعریف ټولو ته معلوم دی. هغه د دین علماوو ته په خطاب کی وویل: ټوله یوځای باید فتنه له منځه یوسو او بغاوت کوونکی باید هدایت کړو او پوه سو چی تاوتریخوالی زموږ په دین کی ځای نه لری.
ولسمشر د دینی علماوو په غوښتنه، قرآنی علومو پوهنځیو رامنځته کونه، د دین علماوو په نامه د حکومتی مدالونو رامنځته کونه او د دین علماوو لپاره د حج د سهیمه ډیریدل هغوی ته وعده ورکړ.
دا په داسی حال کی دی چی د تیری میاشتی مرګباره بریدونه بالخصوص په کابل کی، د حکومت په وړاندی د خلګو پراخ لاریونونه او اعتراضات د څنګ سره درلود.
که څه هم د ښاغلی غنی د غوښتنو څخه د بغاوت او جنګ او فتنه مصداقونو څخه حقیقی منظور مشخص نه دی؛ خو کارپوهان وایی چی په قوی احتمال سره، د ښاغلی ولسمشر مقصد د علماوو موضع ګیری د هغه لاریون کوونکو په وړاندی دی چی د دوو اونیو څخه، په کابل کی، د حکومت تګلاری په وړاندی د امنیت تامین او تروریزم سره مبارزی په برخه کی، د تحصن خیمی پورته کړی دی او د امنیتی ارشدو مقاماتو د برکناره کیدو غوښتونکی سوی دی.
پولیس تیره شپه په زور سره د معترضانو آخری خیمه د زنبق په څلور لاری کی هیڅته کړ د پولیسو او معترضانو په منځ کی د څلور ساعته نښتی له امله، لږ ترلږه یو معترض وژل سوی او شپږ تنه نور ټپیان سوی دی. ددی پیښی په جریان کی هم څو تنه د رستاخیز تغیر جنبش او یا غورځنګ څخه د پولیسو له لوری نیول سوی دی.
د ناظرانوپه باور، د ښاغلی غنی مقصد د فتنه او بغاوت او جنګ سره د علماوو مقابله څخه، احتمالآ د علماوو موضع ګیری د حکومت ضد اعتراضاتو په وړاندی دی چی د حکومتداری په چارو کی بنیادی او پراخ اصلاحاتو رامنځته کونه، امنیت، قانون څخه ملاتړ او تبعیض او قوم ګرایی څخه ملاتړ او تاوتریخوالی له منځه وړنی غوښتونکی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د منتقدانو په باور، د ملی وحدت حکومت په لنډ عمر کی، ولسمشر حتی په سختو شرایطو کی هم د علما وو څخه د تروریزم او تروریستانو تاوتریخوالو سره مبارزی مقابله او د مرستی غوښتنه ونه کړه او یواځی یو تشریفاتی او مخکی تر مخکی لیکل سوی بیانیی په صدور سره، اکتفا وکړ او تروریستانو سره سوله د سره شروع کړ.
له بل لوری، منتقدان ددی ترڅنګ چی د اسلامی نظام څخه ملاتړ د افغانستان ټولو خلګو مسئولیت بولی، وایی چی دا امر د حکومت د شکاره کاستیو او کمیو د توجیه او نادیده نیولو په معنی نه دی. له دی لید څخه، د ناکارآمدیو او نارسیاییو په وړاندی اعتراض او لاریون د اوسیدونکو او خلګو مشروع او مدنی حق دی او که حکومت نظام ګرو کی زړه لری او د هغه اسلامی هویت او ماهیت منونکی دی باید په بردباری او مسؤولانه توګه د معترضانو غوښتنو ته غوږ کیږدی اوددی پرځای چی د زور څخه کار واخلی، مسالمت آمیزه او سوله لرونکی  روشونه اتخاذ کړی ترڅو د افغانستان ټولو سیاسی قشرونو او خلګو ملاتړ د ځان سره ولری او په دی ترتیب هم مشروعیت تامین کړی او خپل سیاسی او ټولنیز مقبولیت او محبوبیت ډیر کړی.
له بل لوری، د علماوو څخه د مرستی غوښتنه په داسی شرایطو کی چی د حکومت مشروعیت او دوام مطرح دی، نه سی کیدلای یو اړخیزه غوښتنه وی؛ بلکه علما هم نن او هم په تیرو کی مشرع او صادقانه دغدغی او هیلی درلود چی حکومت باید هغه ته ځواب ورکړی.
نظام باید په لمړۍ سر کی خپل اسلامیت د دینی علماوو دغدغو ته ثابت کړی او وروسته د ملاتړ هیله ولری.
علما باید په لوی او ملی برخلیک جوړونکی تصمیمونو کی، حضور ولری چی داسی فکر رامنځته نه سی چی حکومت یواځی د بحران په وخت کی د علما وو څخه د مرستی  غوښتونکی دی.
https://avapress.com/vdce7n8zvjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته