دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 156907
د افغانستان دښمنانو ته د سپینې ماڼی خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشری ماڼی یا سپینې ماڼی چارواکو په پلازمېنه کابل کې د وروستي خونړی برید په غبرګون کې د افغانستان دښمنانو ته سخت خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼی ویاندې سارا سنډرز تېره ورځ په خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د انتر کانتیننټال پر هوټل د برید په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو چټک اقدامات د ستاینې وړ دي.

نوموړې زیاته کړه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا مرستې به دوام ومومي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان دښمنان به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا او د امریکا په ملاتړ تر تعقیب لاندې ونیول شي.

د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر برید کوونکو د شنبې په شپه ناوخته پر انتر کانتیننټال هوټل ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم افغان چارواکي وایي، د برید په ترڅ کې ۱۸ کسان وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي خو ځینې داسې راپورونه هم وجود لري چې په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

بلخوا افغان امنیتي چارواکي وایي، لومړني پلټنې ښیي چې دغه برید د حقاني ترهګرې شبکې له خوا د افغانستان په بهر پلان شوی وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdz90f5yt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته