دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 145521
ارګ: د ۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور شول

 حکومت وایي، د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت دوه قراردادونه د ملي تداراکاتو کمیسیون په وروستی غونډه کې منظور شوي دي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې  جوړه شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په غونډه کې د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظورشول چې په کې د سالنګ د نوي تونل د اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو پروژه، له دوشي څخه تر بامیانو پورې د لومړۍ برخې ۲۳ کیلومتره سړک جوړول په مشروط ډول منظورشو، او د افغانستان برېښنا شرکت  اړوند د بامیانو ولایت د برېښنا د انتقال لین او سب سټیشنونو د ډیزاین په موخه د مشورتي خدماتو قرارداد تعدیل قراردادونه شامل دي.

د ارګ ماڼی په وینا، نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د بېلابېلو کرنیزو افت وژنو قرارداد، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د زراعتي فارم ودانۍ، په فراه او نیمروز ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو پروژې په مشروط ډول منظورشوې، او د عامه ساتنې معینیت او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي تصدۍ د تیلو تدارک قراردادونه شامل دي.

ارګ ماڼی وایي، د بلخ ولایت د خاصه‎پز او پروان ولایت د خم‎کلان د زراعتي فارمونو د ودانیو د قراردادونو تمدید، ترکیه، مالیزیا او هندوستان کې یوازې د روان کال لپاره د دولتي بورسونو د لګښت تمدید قرار داد هم د ملي تداکاتو کمیسیون له خوا منظور شول.

بل لورته ملي تدارکاتو کمېسیون د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د تدارک قرارداد رد کړ او پریکړه وشوه چې له سره دې داوطلبي وشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxk0ffyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته