دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۹
د مطلب کود : 148528
ارزګان کی ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د ارزګان ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو او د دولت مخالفینو ‎تر منځ نښته شوی ده.


د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ارزګان چارواکی وایی، چې یاد نښته د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په خانقاه سیمه کې ترسره شوې ده.
په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي په دی اره رنسیوی ټه وایی، چې وسله والو طالبانو پرون په دی سیمه کې د افغان امنیی پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دهغوی په وینا، د وسله والو طالبانو په برید کې ۵ امنیتي سرتېري ټپیان شوي، خو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
خو تر دی محاله وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcdxj0fjyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته