دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۵
د مطلب کود : 151326
د افراط ګرایی څخه د عربستان د بیلتوب وخت رارسیدلی دی؟

 

 

د عربستان خارجه وزیر وایی چی ریاض د پراخو اصلاحاتو په لړ کی، د مسجد زرهاوو امامانو اخراج باندی اقدام کړی دی.

عادل جبیر د روسیا ۲۴ شبکه سره په مصاحبه کی ویلی دی چی هیواد یی د تروریزم سره جدی مبارزی لپاهر، په زرهاوو کسان د مساجدو امامانو څخه د افراطی ایدیولوژی د خپرولو په خاطر د مساجدو څخه خارج کړی دی.

هغه وویل: موږ به د افراط ګرایی ایدئولوژی خپرولو سره ډیر په جدیت عمل وکړو او زموږ زده کړیز نظام باید دداسی مطالبو لرونکی نه وی.

د دینی او اسلامی دستوراتو څخه غلط تفسیر سره مبارزه بزموږ قاطع برنامو کی شتون لری او د عربستان دولت د هغه سره په جدیت مبارزه کوی.

هغه وویل چی دولت یی هڅه کوی دینی تفاسیر د اسلامی کتب څخه وڅیړل سی او نوی سی ترڅو مذهبی مبانیو کی شبهات افراطیت ته لمن ونه وهی.

د هغه په وینا، داعش د روسیه او عربستان مشترک دشمن دی او په دی هیواد کی ډیر اتباع د هغه ډلی په صفوفو کی قرار لری چی د ریاض-مسکو اړیکی ارزښت ډیروی.

د مساجدو ائمه وو اخراج کیدلای سی د بی ساری سیاست اجرا په لاره کی تازه ګام وی چی سعودی رژیم په تازګی سره اقدام کړی.

مخکی دا رژیم، ښځو ته د موټر چلولو حق ورکولو سره چی په ۲۰۱۸ میلادی کال کی اجرایی کیږی، ورزشی استادیومونو ته د ښځو لاره ورکول د فوتبال د لیدلو لپاره، د ام کلثوم یو مصری ښځی افغان غږ خبری آژانسز خوانه افغان غږ خبری آژانسز خپرول د سعودی دولتی تلویزیون ثقافت شبکه څخه صورت ونیول او همدارنګه د فتوا صادریدل د ښځو له لوری هم منلی دی، په دی لړ کی هڅه کړی ترڅو د ریاض رژیمونو نوی څیری شکاره کړی؛ هغه رژیم چی هر وخت په نړۍ کی د استبداد، خفقان، دیکتاتوری، د ښځو حقوقو پراخ نقض، مذهبی اقلیتونه او اوسیدونکی حقوقو نقض، متصلب وهابیت شریعت باندی سختګیرانه مقررات وضع او همدارنګه د بین المللی تروریستی جریانونو څخه ملاتړ کی شهرت درلودلی دی.

پوهان په دی باور دی چی دا اقدام ددی په لړ کی ترسره کیږی چی قرار دی سلطان سلمان؛ سعودی اوسنۍ شاه، خپل ځای خپل زوی محمد ته ورکړی چی همدا اوس، ددی رژیم ولیعهد او دفاع وزیر په حساب راځی او ویل کیږی چی د آمریکایانو سره ډیر نږدی اړیکی لری او امریکایی مک کینزی کلتوری او فکری موسسه تر اغیز لاندی دی.

د څیړونکو په باور، د محمد بن سلمان لوړ پروازانه برنامه د ( ۲۰۳۰ ) اټکل عنوان په اساس چی د بروکینګز ګزارش څخه د امریکایی مک کینزی مشاوری شرکت طرحی څخه الهام اخیستی دی، د عربستان مدرنیزه کولو برنامه تر ۲۰۳۰ پوری دی. تیر کال بن سلمان د اکونومیست سره په مصاحبه کی وویل: مک کینزی په ډیرو مطالعاتو کی زموږ سره دی.

ددی تحلیل په اساس، عربستان سعودی بیلتوب د افراط ګرایی څخه، مخکی له دی چی عربستان داخلی بدلونونو معلولونو څخه وی، همغه سلفی افراط ګرایی په شان، یو امریکایی پروژه دی چی داسی په نظر رسیږی چی د ترامپ دولت په رهبری سره په شبه جزیره کی نوی رسیدلی حاکم شاهزادګانو باندی تحمیل کیږی.

خو بی له شکه، بین المللی قوانینو ته متعهد لیبرال او سکولار عربستان نسبت یو تړلی او متصلب او استبداد وهلی او تروریست پروره عربستان څخه ډیر ښه دی؛ ځکه دا کار کولای سی اسلام نړۍ ډیر خونړیزو مصایبو ته د پای ټکی کیږدی او د وهابیت انحرافی او منحط ایدئولوژی نفتی دالرونو سرشار سرچینو څخه د تروریزم تغذیه حیاتی سرچینه اخیستنه قطع کړی.

خو د څیړونکو په نظر، دا پروسی به په دومره سادګۍ سره به ترسره نه سی. همدا اوس د سعودی وسطایی پیړۍ ټولنه چی په شدت سره دی وهابیت نړۍ تر زده کړیز اغیزو لاندی قرار لری، بیلابیل غبرګونونه ددی بدلونونو په وړاندی ښودلی دی.

حتی کارپوهان وایی چی د ښځو موټر چلولو عملیاتی کولو کی تاخیر د سعودی رژیم له لوری د عمومی افکارو غبرګونونو آزمویولو لپاره، د افراط ګرایانو قدرت مهار او ذهنی او ایدئولوژیک زمینه سازی ددی طرحی څخه راتلونکی درانده زیانونو کمولو لپاره دی.

د مساجدو څخه په زرهاوو وهابی افراطی ملا امامانو اخراج او تندرو سلهاوو روحانیونو نیونه، فعال سیاسی او ټولنیز او... نیونه په آخیرو ورځو کی، ددی هڅو یو برخه حسابیږی او شکاره کوی چی ریاض باندی حاکم پادشاهی رژیم، ددی بی ساری سیاستونو اعمال څخه راتلونکی زیانونو څخه سخت په اندیښنه دی.

په همدی دلیل، د ناظرانو په نظر، د عربستان او افراط ګرایی ترمنځ د اړیکی قطع کیدل چی پیړۍ پیړۍ یی دوام درلودلی دی، نه سی کیدلای چی دومره په آسانۍ او بی له کوم خطری وی.

https://avapress.com/vdcdxf0f9yt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته