دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 150390
کندهار کې د لمریزې تولیدي برښنا انرژۍ ستره پروژه پرانیستل شوه

د افغانستان برښنا شرکت په کندهار کې د صنعتي پارکونو د برښنا انرژۍ د کموالي د رفع کولو په موخه د  ډاینسټي (Dynasty) نړیوالې هندي پانګه اچوونکي کمپنۍ سره په ګډه د ۱۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې تولیدي برښنا انرژۍ د پروژې د جوړول چارې پیل کړي.

د پرانیستې په یادو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اوبو او انرژۍ، لوړو زده کړو، عامي روغتیا او پوهنې وزیرانو، د سیمه اېیزو ارګانو د خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د ملي شورا غړو، د کندهار والی او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون کړی وه.

د نوموړي پروژې پر جوړیدو شاخوا شل میلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د تعرفي د راښکته کیدو او له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ لپاره لس میلیونه یې د یو اس اې ای ډي (USAID) له بلاعوضه مرستو څخه او پاتې پیسې یې د ډاینسټي (Dynasty) کمپنۍ له خوا ورکول کیږي، چې د تعرفې بیه به ټیټه وساتي.
دایادولو وړ ده چې د نوموړې پروژې د تړون پروسه وړاندې تر دې د افغانستان برښنا شرکت او یو اس اې ای ډي (USAID) په مرسته بشپړه او د برښنا د اخیستلو هوکړه یې د افغانستان برښنا شرکت له نوموړې پانګه اچوونکي کمپنۍ سره لاسلیک کړې دی.

نوموړي پروژه به د ۱۲ میاشتو په لړ کې (د ۲۰۱۸زیږدیز کال د اګست تر ۲۶مې) بشپړه شي. د تړون سره سم، ډاینستي کمپنۍ چې هر څومره برښنا له لمریزو لګول شویو تختو تولیدوي، د افغانستان برښنا شرکت به تر پنځلسو (۱۵) کلونو هر کیلو واټ ساعت برښنا په ۷.۳ سینټ امریکایي ډالرو پیري.

دغه دستګاه به له ۱۵ کلونو وروسته په وړیا توګه د افغانستان برښنا شرکت ته وسپارل شي.
ددې دستګاه په واسطه به د کندهار د صنعتي تولیدي پارکونو د برښنا ستونزه هواره شي، دغه راز د تولیدي فابریکو د نه فعالیت په صورت کې به نوموړې برښنا د کندهار توزیعي شبکو ته ورکول کیږي.

د یادولو وړ ده چې د تولیدي لمریزې برښنا، یاده دستګاه د برښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري، یوازې د ورځې په لړ کې برښنا تولیدوي او د شپې له خوا به د برښنا تولید نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندي تر دې د افغانستان برښنا شرکت د یادې پروژې لپاره ۱۶۰ جریبه ځانګړې شوي ځمکه کې، د تولیدي لمریزې برښنا له مرکز نه د کندهار تر صنعتي پارکونو پورې د برښنا پایې لګولي او د برښنا مزي یې غځولي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnz0fzyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته