دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 154954
افغانستان کې به نن دوشنبه د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پېل شي

 د افغانستان په هغو ولایتونو کې به چې د پولیو د مرض تر ګواښ لاندې دي، نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» د پولیو یا د ماشومانو د فلج مرض پرضد د واکسین عمومي کمپاین پېل شي.
 
د عامې روغتیا وزارت د پولیو د عامه پوهاوي د ملي پروګرام مسؤل میرجان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د ملګرو ملتونو په همکارۍ پېلوي.
 
میرجان راسخ وویل:  "دا کمپاین په جنوب، جنوب ختیځ، ختیځ او کابل کې پلي کېږي او په ترڅ کې به یې هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دی، د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي."
 
د پولیو پرضد د مبارزې د ملي کمپاین مسؤلان وایي، افغانستان ښايي له راتلونکو درېیو تر پینځو کلونو کې له پولیو پاک اعلان شي. د پولیو مرض پر ضد په کمپاین کې هغو ماشومانو ته چې تر پینځو کلونو کم عمر لري، واکسین ورکول کېږي.
 
پولیو د کوچنیانو وژونکی مرض دی چې تداوي نه‎لري او یوازې واکسین یې مخنیوی کولای شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdko0foyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته