دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۲
د مطلب کود : 154756
جمهور رئیس غني: قدس زموږ د لومړنۍ قبلې او د حرم شریف په توګه د مسلمانانو د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې چې نن له غرمې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو، په پیل کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د فلسطین خپلواکې ادارې رئیس محمودعباس د قدس د موضوع په اړه د اسلامي هېوادونو یووالی د قدر وړ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو واحد دریځ به د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

جمهوررئیس غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: مونږ په ځانګړې تاریخي شیبه کې سره راټول شوي یوو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د دریم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

هغه زیاته کړه: له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

جمهوررئیس غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته جدي اړتیا ده چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولی شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ اسلامي تاریخ باید د زغم د تمدن په توګه احیا شي او همدارنګه تروریستي او له تاوتریخوالي ډک اعمال چې اصلي قربانیان یې مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان خلک دي، مردود او وغندل شي .

جمهوررئیس غني د عادلانه او پایداره حل لارې د پیداکولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه چې د یو خپلواک دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او د القدس او حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کېږي، مهم وبلل اود هغو هرکلی یې وکړ.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د اسلامي نړۍ او په عمومي توګه د ټولې نړۍ ترمنځ همپالنه او معاهدې او د بیت المقدس ځانګړي ځای ته درناوی د ټولو الهي ادیانو په تاریخ کې هیڅ وخت هم دومره پراخه نه وو.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د اسلام روښانه ماضي، مونږ ته دا لارښوونه کوي چې خپل راتلونکی د تمدنونو، فرهنګونو، ادیانو او خلکو ترمنځ د رغنده مذاکراتو په پیلولو سره مجسم کړو.

د هېواد جمهوررئیس، د اسلامي امت ترمنځ اجماع خوشالونکې وبلله او زیاته یې کړه د نړۍ مسلمانان لکه رهبران، دولتونه، جوماتونه، رسنۍ، ښځې او نارینه، ځوانان او زاړه داسې منسجم او متحد شوي چې د حق په اړه خپل ګډ غږ پورته کوي.

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د مشرانو فوق العاده ناستې په پای کې ګډون کوونکو مشرانود اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس شریف د رسمیت پېژندنې موضوع د ارزونې په اړه ګډ پرېکړه لیک صادر کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس د په رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس تصمیم غندل شوی او د هغه اعلان یې د بین المللي سولې او امنیت لپاره تهدید وباله.
دغه راز په یاد پرېکړه لیک کې څرګنده شوې چې د امریکا له لوري یاد ګام، د بین المللي قوانینو په ځانګړي ډول د جینیوا دڅلورم منشور او د ټولو مشروع بین المللي پرېکړه لیکونو په ځانګړي ډول په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک، جدي نقض دی.​

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdko0f9yt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته