دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 145080
ایران او  د سیمه ایز تروریزم سره جنگ
د ایران اسلامی انقلاب پاسداران سپاه ویاند د تیری شپی موشکی برید ته په اشاری سره د ایران څخه و سوریه ویلی چی د ( هشدار لرونکی ) پیام مخاطب د تروریستانو سیمه ایز او بین المللی ملاتړ کوونکی وو.
یکشنبه شپه د جوزا پر ۲۸ د لیله القدر په عملیات کی شپږ موشک د کردستان او کرمانشاه څخه د سوریی و دیرالزور ته و توغول سو.
رمضان شریف؛ د سپاه یا ځواک ویاند، پر دی موضوع باندی ټینګار وکړ چی موشکونه د دوو ولایتونو عمدتآ سنی نشینه سیمی څخه توغول سوی دی او د ټولو تروریستانو په وړاندی د ایرانیانو د وحدت او یوځایوالی پیام وو.
د پاسدارانو سپاه د ویاند په وینا د تروریستانو سیمه ایز او بین المللی ملاتړ کوونکی باید د موشکونو هشدار لرونکی پیام باندی ځان پوه کړی.
دا موشکی بریدونه ځینی غبرګونونه هم په ټولنیز شبکو کی درلودلی دی. عطاءالله مهاجرانی؛ د اسلامی ارشاد او کلتور پخوانۍ وزیر، په خپل تویتر کی لیکلی دی چی د موشک برید د تهران عملیات بدلی نه لوړ او یو روشانه او مقتدرانه پیغام و ټولو ته دی.
علی نادری؛ د رجانیوز خبرګزاری د مدیرانو څخه هم لیکلی دی چی د موشکونو برید هم بدله وو، هم د نقطه زن موشک عملیات تست او هم موشکی تحریم په وړاندی غبرګون.
بیله دی، د ایران اسلامی جمهوریت نور ارشد چارواکی هم د داعش تروریستی ډلی په وړاندی د پاسدارانو سپاه موشکی غبرګون تحسین کړی دی او زیاته دا چی هغه د ایران دفاعی توان او عظمت او اقتدار نشانه بللی دی، د هغه جانبی پیام د ایران مخامخ کیدنی او تکفیری تروریزم څخه لوړ بللي او هغه د تروریزم پیژندل سویو ملاتړ کوونکو ته مستقیم او سخت پیام په خاورمیانه او نړۍ کی ارزولی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د استراتژیک مسایلو کارپوهانو په باور، د ایران موشکی برید د داعش پر یو اصلی مقرونو باندی په سوریه کی، د تروریزم سره جنګ راهبردی معادلات د سیمی په سطحه، بدلون به ورکړی؛ ځکه لکه څنګه چی د ایران اسلامی جمهوری امنیتی چارواکی، تصریح کړی دی؛ تهران، لندن یا پاریس نه دی چی د تکفیری تروریستانو هر ډول ګستاخی بی ځوابه پریږدی چی د تکفیر او ترور ملاتړ کوونکی په غلطی سره دا فکر وکړی چی تروریزم، ماته نه منونکی دی او هغوی ددی وروسته وکولای سی ددی اهرم څخه په ګټه اخیستنی سره، خپل هژمونیک او سلطه لرونکی مقاصد د آزاد او مستقل هیوادونو په وړاندی اجرا کړی.
د ایران مقتدرانه برید د داعش تروریستانو مواضعو ته په سوریه کی شکاره کړل چی د تروریزم ملاتړ کوونکی که ددی نه وروسته، د ایران ملی اقتدار او ثبات اوامنیت سره لوبی وکړی، د ایران متقابل غبرګون د هغوی په وړاندی به سخت او سریع او ستومانه کوونکی به وی.
ددی لید څخه، د تحلیلګرانو په باور، د اسلامی جمهوریت دفاعی راهبردی، په داسی توګه طراحی سوی دی چی د تروریستانو ګستاخی ځواب ویلو ته هیڅ مرز نه پیژنی او اړتیا په وخت کی د تروریستانو پایګاوی د سیمی یا نړۍ په لیری نقطو کی هم هدف لاندی نیسی.
دا واضح پیام د اسلامی جمهوری دولت و دشمنانو ته دی چی په شکاره توګه د تروریزم څخه د ایران دفاع قدرت تضعیف لپاره ګټه اخلی او د تروریستی وهابیت مزدورانو څخه په ګټه اخیستنی سره د ایران د بی ثباته کولو په هڅه کی دی.
ددی څخه لوړ، د پاسدارانو سپاه موشکی برید د داعش پر مواضعو باندی، یو ډول سخت ځواب و هغه کسانو ته وو چی په آګاهانه توګه د ایران اسلامی جمهوری دولت مسلح ځواکونو موشکی قدرت او دفاعی توان هدف نیولې او په بیلابیلو لارو سره د ایران توان تضعیف په هڅه کی دی.
دا بریدونه شکاره کوی چی ایران خپل مشروع دفاع لپاره، داسی دفاعی توان او بازدارندګی سطحی ته اړتیا لری او د ایران ملی امنیت راهبردی اولویتونو مقتضا دادی چی هیڅ ډول معامله چی بنا یی د اسلامی جمهوری دولت موشکی او دفاعی توان د پروسی کند او بتی کولو او تضعیف په هڅه وی، نه قبلوی او دا هڅی د همغه شروع څخه په ماتی باندی محکوم دی.
اضافه پردی، دا موشکی برید شکاره کړ چی ایران په بین المللی او سیمه ایز امنیت په برخه کی، بین المللی امنیت باندی اړوند اصول او قوانینو ساتنی باندی متعهده دی او هیڅ وخت خپل موشکی قدرت څخه په ګټه اخیستنی سره د سیمی بی ثباته کولو یا هم خپل غیری مشروع سلطی تعمیم لپاره پرنورو هیوادونو باندی ګټه نه اخلی؛ بلکه مصمم دی چی خپل موشکی قدرت یواځی په ټوله سیمه کی د ثبات او امنیت تضمین او د تروریزم سره مبارزی لپاره قرار ورکړی.
https://avapress.com/vdcdjk0fzyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته