دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 151687
د کندهار خونړی برید پر وړاندې د ولسمشر غني تند غبرګون

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په میوند ولسوالی کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو له خوا د خونړی برید په وړاندې تند غبرګون وښود.

د ارګ ماڼی د ولسمشر غني له حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې  جنایتکاره او پردۍ پالو ډلو په تازه تروریستي بریدونوکې د هېواد بېلابېلې برخې په نښه کړي، پکتیا او غزني کې له جنایتونو او بشري ضد اعمالو وروسته یې تېره شپه د کندهار میوند ولسوالۍ کې یوشمېر هېوادوال او د امنیتي ځواکونو سرتېري شهیدان او ټپیان کړل.

خبرپاڼه زیاتوي «دغه ډلې چې له جنایت، وحشت او انسان وژنې پرته کومه لاسته راوړنه نه لري، د زوال او نابودۍ په حال کې دي. بل لورته خلک او د ملي یووالي حکومت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او په خپل ټول توان به د تروریستانو د جنایتونو د نوې څپې پر وړاندې ودرېږي.»

د ارګ ماڼی په وینا، تروریستي ډلې په خپلو جنایتونو او نه بښونکو اعمالو سره  هره ورځ له ټولنې شړل کېږي چې له تسلیمۍ او نابودۍ پرته بله لاره نه لري، نو له همدې امله دا ډلې له هیڅ ډول جنایت څخه لاس نه اخلي.

خبرپاڼه زیاتوي «د هېواد اتل امنيتي او دفاعي ځواکونه په خپلو وینو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او د دوی ښکلې کارنامې به د هېواد د تاریخ په زرینو پاڼوکې ثبت شي. دا سرتېري د تروریستانو پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د دوی د سرښندنو او اتلولیو منندوی دي.»

وسله والو طالبانو د چهار شنبې په شپه د کندهار په میوند ولسوالی کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه د زرهې موټرونو په وسیله ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۳ تنه پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړل او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0f5yt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته