په پلازمینې کابل ښار کې د فساد ضد عدلي او قضایي مرکز یوه پولیس افسر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی.
د راپورونو له مخې، پیښه تیره ماښام ناوخته د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانی چارواکي وایي، د فساد ضد عدلي او قضایي مرکز پولیس افسر لمر نومیده او د نامعلومو وسله والو له خوا خپل کور ته څېرمه په ډزو ووژل شو.
د چارواکو په وینا، دغه افسر د څلور کسانو له خوا په ډزو وژل شوي او بریدګرو د موټرسایکلونو په واسطه له سیمې څخه په تښته بریالي شول.
چارواکي وایي، امنیتي ځواکونه د برید په تړاو خپل پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والو په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې خپل بریدونو ګړندی کړي.
د شنبې په شپه هم وسله والو د کابل ښار په دریمې امنیتي حوزه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید ترسره کړل چې په ترڅ کې دوه تنه پولیس سریتري ټپیان شول.