دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 107900
په پنچشیرکې د مخابراتي خدمتونو د رغولو کار په چټکې روان دی
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسولین وايي چې، د پنچشیر په زیامنو شویو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رغولو کار په چټکې سره روان دی.
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت تاییدوي چې د وروستیو برفکوچونو له امله د پنجشیر ولایت په ځینو سیمو کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
دا څرګندونې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایه ریس د هغو څرګندونو په اړه شوي چې ویلي یي دي په پنجشیر ولایت کې زیامنو کسانو ته د نه رسیده ګۍ یو لامل مخابراتي ستونزې دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویاند نصرالله رحیمي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغې ستونزو د هواري لپاره جدي کار روان دی:
″د پنجشیر ټولې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې دي، خو د وروستیو برف کوچونو له امله په یو شمېر سیمو کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ شوي دي، په دې برخه کې موږ امادګې لرو، که اړونده ادارې موږ ته زمینه برابره کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت خپل چمتو شوي ټیمونه لري چې دغو ستونزو ته رسیدګې وکړي.″
د راپورنوله مخې د وروستیو سختو ورښتونو او برفکوچونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیموکې له ۳۰۰ نه زیاتو خلکو ته مرګ، ژوبله اوښتی ده.
د دغه راپورونوله مخې پنجشیرهغه ولایت دی چې ترنورو سیمو يي خلک ډېر زیانمن شوي دي.
عام خلکو هم د اجرایه ریس عبدالله، عبدالله د دې خبرې پخلۍ کړی دی چې ګوندې په پنجشیر ولایت کې زیامنو کسانو ته د نه رسیده ګۍ یو لامل مخابراتي ستونزې دي.
د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکي چې دوستان يي د پنجشیرپه وروستیو برف کوچونو کې بند پاتي دي ازادۍ راډیوته وویل، د مخابراتي ستونزو له امله نه شي کولای چې د خپلو دوستانو سره اړیکه ونیسي:
″حسیب یم که څه هم چې زه په کابل کې ژوند کوم، خو په پنجشیر ولایت کې مخابراتي شبکې د ستونزو سره مخ دي، همدا اوس زموږ هېوادوال او دوستان د واورو لاندې بند پاتې دي، خو موږ زنګ وهو اړیکه مو نه ټينګیږي، زه نه پوهیږم دا څه ډول سیسټم دی دا څه ډول مخابراتي شبکې دي.
خالده امیري یم همدا اوس چې زموږ څوارلس تنه هېوادوال په ابشارو ولسوالۍ کې ټپیان دي او یا هم د ستونزو سره مخ دي، هیڅ ورنه معلومات نه لرو، د دې لپاره چې مخابراتي ستونزې ډیر دي او نشو کولای چې پوښتنه یي وکړو.″
که څه هم له تیرولسو کلنو راهیسې په افغانستان کې څو مخابراتي شرکتونو فعالیت لري، خو تراوسه دغو شرکتونو د خلکو قناعت نه دی تر لاسه کړی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت مسولین وايي هڅه کوي تر راتلونکو دوو کلنو پورې ترډېره حده د هېواد مخابراتي ستونزې هوارې کړي.
https://avapress.com/vdccxmqsx2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته