دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 154700
امریکا پوځ وایي د روان کال ژمي به د طالبانو لپاره اوږده او سخته وي

د امریکا پوځ چارواکي وایي د روان ژمي د وسله والو طالبانو لپاره ډیره اوږده او سخته وي ځکه د طالبانو د عوایدو سرچینو پر خلاف بریدونه به دوام ومومي.

په افغانستان کې د راتلونکي عملیاتو تر نوم لاندې د امریکا هوایي پوځ قطعې قوماندان جنرال لانس بنچ تیره ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د طالبانو د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابریکې بریدونه پیل شوي او دغه عملیات به د یوې اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.

نوموړی زیاته کړه، چې د روان کال د نوامبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه د امریکا او ناټو قوماندان جنرال جان نیکولسن د وسله والو پر خلاف د هوایي بریدونو په اړه خبر ورکړ.

د جنرال بنچ په وینا، د هوایي بریدونو له پیل څخه تر اوسه د مخدره موادو ۲۵ فابریکې لمنځه وړل شوي او د مخدراه موادو مافیاو ته کابو ۸۰ میلیون ډالر مالي زیان اوښتې ده.

هغه وویل چې په دغو هوایي بریدونو کې وسله والو ته هم کابلو ۱۶ میلیون ډالر مالي زیان اوښتې ده چې په پام کې وه د مخدره موادو له تولید او قاچاق څخه ترلاسه کړي.

جنرال بنچ وویل چې په دغو عملیاتو کې د امریکا هوایي ځواکونو ترڅنګ امریکا پوځ او افغان ځواکونه هم برخه لري او د امریکا پوځ توپچي قواوې په روان اونی کې د طالبانو پر مواضعو بریدونه ترسره کړې او ترڅنګ یې افغان ځواکونه هم د کابو ۲۰۰۰ کیلو ګرام هیروئین او ۵۰۰۰ کیلو ګرام تریک لمنځه وړي دي.

https://avapress.com/vdccx0qsx2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته