د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني پرون په دی اړه خبر یالانو ته وویل، چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د بردیدیونو په ترڅ کې ۷۰ بوتله الکولي مشروبات نیولي شوی.
هغوی رسنیو ټه وایی، د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور یې څلور کسان هم نیولي دي.
سر چینو زیاته کړی، په یوه بله پېښه کې له نشه يي موادو له یو دوکان څخه ۳۵ کېلو ګرامه تاریاک او ۶۱ نشه يي ګولۍ هم نیولې دي.