د راپورنو له مخې، د کابل په څرځي زندان کې د اسلامي حزب اسلامي اړوند یوه زنداني د شخړې له امله وژل شوی.
د حزب اسلامي د فرهنګي چارو ریاست له دفتر څخه په خپره شوې بیان کې راغلي دي، چې کابل د پلچرخي په زندان کې د مولوي محمد وزیر په نوم د حزب اسلامي یو متعهد زنداني، چې د هلمند اصلي اوسېدونکی دی؛ د يو بل زنداني لخوا د چړو په وسيله په شهادت رسېدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي «مولوي محمد وزیر د عبدالغفور زوی چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، تېره ورځ د پلچرخی زندان په دریم بلاک کې د يو بل زنداني لخوا په چاقو ګانو ووهل شو، چې په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو او نن سهار يې په روغتون کی ساه ورکړه۰»
د خبرپاڼې په وینا «نوموړی د حزب اسلامي یو متعهد، ستر داعي، پوه، متقي او یو صابر شخص و، چې نوم يې د حزب اسلامي د بندیانو په لیست کې هم شامل و.»
ويل کيږي چې په دغه پېښه کې د محبس ساتونکو او مسؤلينو د مقابل لوري ملاتړ کړی دی او په نتيجه کې يې يو شمېر نور زندانيان ټپيان شوي هم دي.