دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 151758
په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه د پاکستان پوځ مشر څرګندونې

د پاکستان پوځ وایي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په افغانستان کې وروستي خونړی بریدونه په کلکو ټکو وغانده.

د پاکستان له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې جنرال باجوه تیره ورځ د پاکستان پوځ د قوماندانی په مرکز کې د افغانستان له سفیر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال باجوه په افغانستان کې وروستي بریدونه، په خاصه توګه په کندهار کې د افغانستان ملي اردو پر یوه قرارګاه د وسله والو برید په کلکو ټکو وغانده.

نوموړی زیاته کړه، چې دواړه هېوادونو له ترهګریز بریدونو څخه سخت زیانونه لیدلي دي او ورته بریدونه باید سیمه ایز سولې لپاره د دواړو هېوادونو پر هڅو او هوډ کوم اغیزه ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، په کندهار او پکتیا ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو وروستي خونړی بریدونه د سیمې د استخباراتي کړیو په مرسته ترسره شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پکتیا او کندهار د میوند ولسوالۍ، د ډله ییزو بریدونو تر شا د سیمې د استخباراتي کړیو لاس دی.

نوموړی زیاته کړه « د افغانستان دښمنان باید پوه شي،افغان امنیتي ځواکونه به هېڅکله هم له خپلې ژمنې نه، چې د خلکو خدمت او د هیواد ساتنه ده، په شا نشي.»

د دولت ضد وسله والو د سه شنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د امنیه قوماندانی او پولیس پر روزنیز مرکز ډلییز برید پیل کړل چې په پایله کې لږ تر لږه ۴۱ کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شول.

وسله والو د چهار شبنې په شپه هم د کندهار په میوند ولسوالی کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ۴۳ پوځیان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqs42bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته