دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 142055
ارګ: د ۶ میلیارد او ۲۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۲ قراردادونه منظور شول

د ۶ میلیارد او ۲۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۲ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون د غونډې په لړ کې منظور شول.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ارګ ماڼی وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه او د غوڼدې په لږ کې په ۳۶ تدارکاتي موضوعاتو او پروژو د بحث په پایله کې د ۶ میلیارد او ۲۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۲تړونونه منظورشول.

په منظور شوي قراردادونو کې د پېروزي استوګنیزې پروژې د C فاز د C۱ او C۲ برخې د سړکونو د قیرولو قرارداد، د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژي (ICT) مرکز او سولر سېسټم د رامنځته کولو قرارداد، د کابل ښار آرتل پله څخه تر عبدالحق څلور لارې پورې د ۴،۷ کیلو متره په اوږدو د سیند د پاکولوپروژې قرارداد، او د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې د دریمې حصې د سړکونو د قیرولو او جوړولو د پروژې قرارداد.

د ارګ ماڼی په وینا، نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د سیلاب قول اردو د ګمبیري ګارنیزون د ۱۳ پایه جنراتورونو لپاره د اساسي ترمیم په غرض د پرزه جاتو د برابرولو، نصبولو او فعالولو د پروژې قرارداد، د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د لوی درستیز د صحیه قوماندانۍ اړوند د اړتیا وړ طبي ترمیماتي وسایلو او د ۴۶ قلمه پرزه جاتو قرارداد، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند دوه برخو کې د هیواد شپږو ولایتونو ته له حیرتان بندر څخه د ۱۰۰ زره مټریک ټنه خوراکي غنمو انتقال، او د هلمند ولایت ګرشک ښار ته د برېښنا د وېش شبکې لپاره د تجهیزاتو برابرول او تدارک.

ارګ ماڼی زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ د بولک میټرونو ( Bulk Meters) د تدارک او نصبولو قرارداد، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د ولسي تړون پروګرام د پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند د برېښنا سیستم، ایرکنډېشن او جنراتورونو د ساتنې او بیارغونې د دریمې برخې د پروژې پر قرارداد سربیره د همدې وزارت اړوند میدان وردک ولایت کې د مرکزي بیز قوماندانۍ مربوطاتو کې د درې بابه امنیتي پوستو د ساتنې لپاره د ساختماني چارو قرارداد او همداراز د عامه ساتنې او امنیتي تصدي معینیت د اړتیا وړ د ۱۹۱ قلمه پرزه جاتو او د نقلیه وسایطو د ترمیماتو د پروژې قرارداد، د مالیې وزارت اړوند د ۵۳ واحده انټرنټ پروژې د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید؛ په مشروط ډول منظورولو تر څنګ د ګمرکاتو د ۱۹ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سیستم (Back-UP-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید او د همدې وزارت اړوند د ګمرکاتو د ۲۶ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سیستم (Main-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بیې زیاتوالي سره د وخت تمدید هم په مشروط ډول منظور شو، او د نوي کابل بانک د مرکزي ودانۍ د کرایه ګیري پروژه او همداراز د همدې بانک د ولایتونو او ښاري نماینده ګیو او مرکزي دفتر د فزیکي امنیت د تامین پروژه هم په مشروط ډول منظور شول.

ارګ ماڼی همداراز وایي، د فواید عامې وزارت اړوند فیض اباد څخه تر اشکاشم پورې د ۱۰۸ کیلو متره اوږد سړک د بیارغونې پروژې څخه د څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو قرارداد، د کندهار ولایت شورابک څخه تر سپین بولدک پورې د ۲۳.۹۲ کیلو متره اوږد سړک د څلورمې برخې د جوړولو قرارداد، د پکتیکا ولایت ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړونې د څارنې پروژې د قرارداد د بیې د زیاتوالي سره د وخت د تمدید د قرارداد تعدیل، او د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت اړوند نیمروز، فراه، غور، هرات، بادغیس، فاریاب، بامیان، دایکنډي، بغلان، کندز، سمنګان، پروان،پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د وګړو تړون ملي پروګرام پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قراردادونه هم په دغه غونډه کې منظور شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpiqsp2bq0x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته