دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۰۴
د مطلب کود : 138258
په پاکستان کې پر زیارت برید سوی چی 78 کسان وژلی دی
پاکستاني رسنیو رپوټ روکړی چې د دغه هېواد د سند ایالت په شهباز قلندر زیارت د برید مرګ ژوبله ۷۸ تنو ته ورسېده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه رسنۍ وايي چې په دغې پېښه کې کابو ۳۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سند ایالت پولیس وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګی بریدګر دغه زیارت ته له ننوتو وروسته یو لاسي بم ګذار کړی،خو کله چې لاسي بم چاودنه ونه کړه،خپلو چاوېدونکو توکو ته یې د لسګونو تنو په منځ کې چاودنه ورکړه.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د پاکستان لوی درستیز دغه برید غندلی او د دغه هېواد روغتونونو ته امر کړی چې د دغه برید ټپیانو ته بشپړه رسېدنه وکړي.
د پاکستان د رسنیو د رپوټ پر بنسټ د دغه برید پړه داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
دغه برید په داسې ورځې رامنځته شو چې د سند له ایالت څخه په سلګونه تنه د دعا لپاره راغلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پېښور په ګډون د پاکستان بېلابېلې برخې د مرګونو چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهد دی.
https://avapress.com/vdccp4qs42bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته