دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 154854
کابل کې د افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ ماموریت ۳ اړخیزه ناسته جوړه شوه

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ ماموریت د پوځ ترمنځ نن درې اړخيزه ناسته جوړه شوې ده.

د ډيورند کرښې دواړو خواوو پورې تړلي مسایل، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه او په همدې برخه کې همکاري د افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ ماموریت د درې اړخیزې ناستې اصلي اجنډا ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه درې اړخيزه ناسته د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون د رئيس، له پاکستانه د راغلي پلاوي چې مشري یې د هغه هېواد د دفاع وزارت د اپراسیون رېيس کوي او د غوڅ ملاتړ ماموریت ترمنځ نن شنبه په کابل کې روانه ده.


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري په دې تړاو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل:

"یو پلاوی راغلی او نن یې زموږ د اپراسیون له رئیس سره غونډه ده، دا ناسته د پخوانیو ناستو په دوام ده، په دغه ناسته کې د افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ ماموریت خواوې برخه لري، په دغه ناسته کې به د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د شته مسایلو په اړه خبرې وشي او هڅه کېږي چې د کرښې په اوږدو کې د همغږۍ مرکزونه چې پخوا موجود وو، بیا جوړ شي."

که څه هم دولت وزيري په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه پوره جزیات ورنه کړل، خو له دې وړاندې یې په ورته ناستو کې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته امنيتي او پر دې کرښه د ترورېستانو د تګ راتګ د مخنیوي مسایل شامل وو.

دغه شان په دې ډول درې اړخیزو ناستو کې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د رښتينې همکارۍ او په دې برخه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په همغږۍ بحث شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز د ارکان رئيس حبیب حصاري په مشرۍ هم یو پلاوی د روانې مياشتې په نهمه پاکستان ته تللی و او د پاکستان د سرحدي تېريو په اړه یې د هغه هېواد نظامي چارواکو سره خبرې کړي دي.

افغان حکومت تل ټينګار کړی چې ترورېستان د پاکستان له خاورې دې هېواد ته را اوړي او ترورېستي بریدونه کوي او دغه شان د افغانستان پر خاوره د پاکستان راکټي بریدونه هم د حکومت او خلکو یوه بله جدي اندېښنه ده.

خو پاکستان دا نیوکې نه مني او تل يې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې خبره کړې.

دا چې د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ ماموریت ترمنځ دا درې اړخيزې ناستې به څه پایلې ولري او پاکستان به د دې ناستې پرېکړو او تصميمونو ته څومره ژمن واوسي؟

د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ یې وايي:

"په تېرو ۱۷ کلونو کې په څو ځلي دا ناستې شوي چې په سیمه کې سوله او امنیت راشي، خو پاکستان په خپلو ژمنو کې رښتینی نه دی، ځکه نو نتیجه یې نه ده ورکړې، حتی امریکا هم دا تائید کړې چې پاکستان په خپلو ژمنو کې صادق نه دی."

د افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ ماموریت ترمنځ دا درې اړخیزه ناسته داسې مهال جوړېږي چې مخکې تر دې د افغانستان پر ځينو سرحدي سیمو د پاکستان راکټي بریدونه شوي او خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغه شان افغان چارواکي وايي، د پاکستان له خاورې افغانستان ته د دولت د وسله والو مخالفينو د راتګ ستونزه پر خپل ځای ده او د پاکستان له خوا په ځينو سیمو کې د اغزن تار غځول هم روان دي چې دې مسایلو په افغانستان کې د خلکو جدي غبرګونونه راپارولي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0qs02bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته