دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۹
د مطلب کود : 153198
افغانستان، د نړۍ د مخدره توکو قطب
د افغانستان حکومت او د سازمان ملل مخده توکو او جرایمو دفتر ګزاره ورکړی دی چی په افغانستان کی د مخدره توکو تولید په جاری میلادی کال کی ۸۷ سلنه ډیر سوی دی. ددی ګزارش په اساس په ۲۰۱۷ کال کی په افغانستان کی تولید سوی مقدار ۹ ټنو ته رسیده په داسی حال کی چی تیر کال دا رقم، ۴۸۰۰ ټنه وو. ددی ګزارش په اساس، ددی توکو کشت لپاره د ځمکی مساحت هم د ۲۰۱ زرو هکتارو څخه ۳۲۸ زره هکتارو ته رسیدلی دی. ددی ګزارش په اساس، د مخدره توکو ډیر مقدار د هیواد په جنوب کی کشت سوی دی. د مخدره توکو کشت د ساحاتو ډیریدنه ډیر هم په هلمند کی صورت نیولی دی چی د ټولو څخه نیم ډیریدنه جوړوی. د بلخ، قندهار، نیمروز او ارزګان ولایتونو په وروسته مراحلو کی دی. ددی ګزارش خپریدنه، په افغانستان کی د مخدره توکو تولید په اړه تکان ورکوونکی خبر رسوی او عملآ زموږ هیواد په نړۍ کی د مخدره توکو تولید په قطب باندی بدلوی. معلومه خبره ده چی په دی کار کی ډیر مستقیم او غیری مستقیم عوامل لکه ناامنی او جنګ او تروریزم پراختیا او دولت کنترول او سلطه کمیدنه او خارجی هیوادونو ملاتړ نه شتون او فساد او مدیریت څخه بد ګټه اخیستنه او په افغانستان کی د نړیوال مافیا پوښتنه منځته راوړونکی ورځ په ورځ قدرت نیونه او مرکزی او سیمه ایز دستګاوو مسؤولیت او کارآمدی نه شتون په دی برخه کی لری. په دی حال کی، ډیر کارپوهان په دی باور دی چی دری عوامل لکه فساد، مافیا او مدیریت څخه ناسمه ګټه اخیستنه، په افغانستان کی د مخدره توکو تولید او کشت ډیریدو اصلی عواملو څخه دی. د هغوی په باور، مرکزی دولت بالخصوص هغه دستګاوی چی مستقیم توګه د تروریزم سره مبارزی مسؤولیت یا هم په دی برخه کی سیاست او قانون ایښونې مسؤلیت په غاړه لری، خپله په فساد باندی ککړ دی. د پوهانو په باور، دا دستګاوی یا هم عملآ په دی کار کی لاس لری او یا هم د سم مدیریت او نظارت او دقیق برنامه نه شتون له امله هیڅ انګیزه او هڅه ددی عمل لپاره نه لری. د بین المللی مافیا درانده او ژور نفوذ بیله شکه، په افغانستان کی د مخدره توکو سره موثر مبارزی په وړاندی خنډ ګرځیدلی دی او مخدره توکو آمارو بی ساری پراختیا لامل سوی دی. مخکی له دی چی افغانستان د نړۍ مخدره توکو قطب باندی بدل سی، د ایتالیا او مکزیک په شان هیوادونه وه چی د بین المللی مافیا حضور او فعالیت اصلی مرکزونه بلل کیده؛ خو په افغانستان کی د خارجی ځواکونو نظامی تهاجم راهیسی، زموږ هیواد په نړۍ کی د مخدره توکو قطب باندی بدلیدو باندی شروع کړي او بین المللی مافیا هم د نورو هیوادونو څخه افغانستان ته نقل مکان کړی دی. په دی حساب سره، په افغانستان کی د خارجی ځواکونو حضور او بین المللی مافیا حضور ترمنځ معنا لرونکی اړیکه شتون لری؛ هغه اړیکه چی زموږ هیواد کی د مخدره توکو کشت ډیریدنه او بین المللی مافیا حضور راز څخه پرده پورته کوی او شکاره کوی چی د تروریزم، د تروریزم او فساد سره مبارزی په منځ کی نږدی اړیکی شتون لری او همدا کار، ورسره د مبارزی اصلی خنډ لامل سوی دی.
https://avapress.com/vdcco1qs42bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته