دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 154494
کابل ښار کې د یوې کورني له لس کسانو سرونه پرې شوي

په پلازمېنه کابل کې ښار کې د یوې کورني لس غړي په مرموز ډول د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي.
 
د راپورونو له مخې، تیره شپه ناوخته وسله والو د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په پنجصد فامیلي سیمه کې په یوه کور کې ننوتې او د یوې کورني له لسو کسانو سرونه پرې کړي.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار تائید کړه چې د یوې کورني لس کسان وژل شوي خو نوموړی په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
 
په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي لومړنی معلومات ښيي چې دا پیښه احتمالاً د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځني شخړو له امله رامنځته شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کې یو ماشوم څلور ښځې او پنځه نارینه شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.
 
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تیره اونی وویل چې د یو بل خونړی شخړې په تړاو لږ تر لږه لس کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

https://avapress.com/vdcco0qs02bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته