دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 125865
هغه خبریال چې په بلخ کې بوټان خرڅوي
د کار نشتون، د دندې د خوندیتوب نشتوالی او کم عاید هغه اصلي عوامل دي چې خبریالي یې پرې ایښی او شخصي کار ته مخه کړې.
د مطبوعاتو نړیوالې ورځې سره سم، په بلخ کې د یک ټلویزیون خبریال د هغه سړي لیدنې ته تللی چې وړاندې یې خبریالي کوله او اوس بوټان پلوري.
د کار نشتون، د دندې د خوندیتوب نشتوالی او کم عاید هغه اصلي عوامل دي چې خبریالي یې پرې ایښی او شخصي کار ته مخه کړې.
هدایت الله هاشمي چې پخوا یې خبریالي کوله یک ټلویزیون ته وویل:" د کاري خوندیتوب نشتوالی، خبریالان یو بې برخلیک لورې ته بیايي، کله چې د کار لپاره یوې رسنۍ ته مراجعه کوو، لومړی د رسنۍ څښتن له مونږ څخه غواړي چې د څو میاشتو لپاره وړیا ورته کار وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په بلخ ولایت کې د رسنیو یو شمیر فعالانو د مطبوعاتو نړیوالې ورځې څخه یې په شانداره توګه لمانځنه وکړه.
په همدې حال په شمال کې د خبریالانو د حقونو مد افع بنسټ په شمال کې د اطلاع رسونې وضعیت ته اندیښمن دي او د امنیت نشتوالی له لویو ننګونو بولي.
په شمال کې د نی دفتر مسوول، نوراغا شریفي وویل چې د هیواد ناامنه ولایتونه د خبریالانو قتل ځای دی.
د شمال د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشرهم وویل چې د خبریالانو اقتصادي خوندیتوب په ټیټه برخه کې ده او دغه ټولنه تر ټولو بې وزله کسان بلل کیږي.
په هیواد کې د امنیتي او اقتصادي وضیعت په بدتره کیدو په ټولو برخو اغیز کړی او په دغه برخه کې د رسنۍ کورنۍ هم سخته زیانمنه شوې.
په خپاره شوي راپورونو کې راغلي چې دمګړۍ د هیواد لسګونو خبریالانو اروپا ته مخه کړې او ډیرو نورو یې د هدایت الله هاشمي په څیر خپلې دندې یې له لاسه ورکړې.
په ورته وخت کې د حکومت اجرايي رییس هم وویل چې په هیواد کې د خبریالانو اصلي ستونزه امنیتي ننګونې دي.
د نوموړي په وینا، خبریالان د دولت او خلکو ترمنځ یو ارتباطي پل دی او د رسنیو او خبریالانو وضیعت ته پاملرنه د حکومت لومړیتوبونه دي.
https://avapress.com/vdccepqsp2bqi48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته