دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 152972
ملي تدارکاتو کمېسیون د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو ملي کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د اته نویو پروژو قراردادونه منظور کړل.

منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

·        د کابل شنې سیمې د ۳۲ امنیتي کمربندونو د چک او کنټرول لپاره د ۱۷ سیټونو امنیتي K9 تدارک؛

·        د کابل شنې سیمې د مسلخ سړک د پوستې د تحکیماتو قرارداد؛

·        د کابل د شپږمې امنیتي حوزې د تحکیماتو قرارداد؛

·        تر بي بي مهرو پورې د قلعه موسی سړک جوړول؛

·        د کابل ولایت د مرغګیران کلي د ۱۴ کیلو متره اوږد سړک جوړول؛

·        له کندهاره تر سپین بولدک پورې د ۴۰ کیلومتره اوږد سړک جوړول

·        د فیض اباد ــ بهارک سړک پروژې د څارنې د قرارداد تعدیل او همداراز د مربوطه سړک د ساختماني قرارداد د مودې تمدید ؛

·        د ملي اردو لپاره ۶ قلمه کنسرو حلال خواړه

ملي تدارکاتو کمېسیون په جغلي فرش د غزني ولایت د رشیدان او ناور سړک د جوړولو په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز رد او یاد وزارت یې مکلف کړ چې په قیر فرش د معیاري سړک جوړولو امکانات وارزوي او غور پرې وکړي.

په عین وخت کې یاد وزارت ته دنده وسپارل شوه هغه قراردادي شرکتونه چې څو قراردادونه په غاړه لري، وارزوي. پر دې سربېره فواید عامې وزارت ته لارښونه وشوه چې د فیض اباد ـ بهارک په پروژه کې د ځمکې استملاک پورې اړوند موارد  له  ځمکو ادارې او د پروژې امنیتي موضوعات کورنیو چارو وزارت سره حل کړي.

همداراز، په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اعاشوي چوکاټي قرارداد هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د قراردادونو د تطبیق مدیریت د اړوند وزارت مسئولیت دی او دغه وزارت باید د خپلو چوکاټي قراردادونو تطبیق وارزوي، قراردادي شرکتونو ته د پیسو د ورکړې موضوع تعقیب او ملي تدارکاتو کمېسیون ته جامع راپور وړاندې کړي.

وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون د تفتیشي شرکتونو پر موضوع بحث وکړ او مالیې وزارت یې مکلف کړ چې د دغو شرکتونو د کړنو د ارزونې په برخه کې اقدام وکړي او ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې راپور ورکړي.

په دې غونډه کې د تدارکاتو ملي کمېسیون رئیس او غړو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسیون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سیګار،  د غوڅ ملاتړ سیستیکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

https://avapress.com/vdcbz5b85rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته