دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 151900
امریکا د طالب مشرانو د وژلو ځانګړې استخباراتي ډله جوړه کړې

د امریکا استخباراتي مرکزي ادارې افغانستان ته ځانګړې استخباراتي ډله جوړه کړي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو مشران او قومندانان ووژني.

نيویارک تايمز ورځپاڼي د دوه لوړ پوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د طالب مشرانو د ترور او وژنې لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.

د ورځپاڼي د څرګندونو له مخې؛ هغه ډله، چې د طالب مشرانو د ترور لپاره لاس په کار شوې د افسرانو شمېر يې له ۱۰۰ کسانو لږ ښودل شوی دی.

دا ډله د سي ای اې په جوړښت کې نيمه پوځي (پارا ميلیتري) ډله نومول کيږي، چې د نړۍ په بېلا بيلو سيمو کې ورته ماموريتونه تر سره کوي.

دا خبر په داسي حال کې خپريږي، چې تېره ورځ  په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسون د یو افغان او بهرني پلاوي پر ملتیا کندهار ولایت ته سفرکړی و او هلته یې د يوې غونډي پر مهال وويل: د افغانستان پر ګاونډ هېوادونو به تر هغې سیاسي فشار ډېر شي، چې د سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس پر سر شوي نه وي.

د ویلو ده، چې سې ای اې د طالبانو د مشرانو او قومندانانو په وژلو کې ډېره هڅه کړې؛ خو اوس داسي ښکاري، چې د تېره  په پرتله يې ډېره پاملرنه وراوښتې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b8grhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته