دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 135836
دیورند، د سوځول سوی مهرو سیاسی سرمایه؟
حامد کرزی؛ مخکنی رییس جمهور د ( د نوین افغانستان د مطالعاتو او څیړنو مرکز ) د فعالیتونو د پراختیا په مراسم کی خبری وکړ، یو ځل بیا ټینګار وکړ چی پاکستان باید په دی باندی وپوهیږی چی افغانستان د دیورند خط په رسمیت نه پیژنی.

ښاغلی کرزی وویل: هغه مشکلات چی د سرحداتو په اړه وجود لری باالخصوص د دیورند خط چی د خارجی استعمار پواسطه تحمیل سوی دی او دهغه د خرابو نتایجو څخه، د افغانستان ملت او خط دواړه لوری خلګ ډیر مشکلات لیدلی دی.

پخوانی رییس جمهور پیشنهاد ورکړ چی د دیورند لپاره، د مرزی خط د تعبیر پر ځای فرضی خط استفاده وسی.

هغه په دی اړه چی په دی موضوع کی باید ملتونه تصمیم ونیسی وویل، افغانستان، پاکستان په رسمیت پیژنی او د پاکستان دولت باید درک کړی چی د دیورند خط د افغانانو پر ځمکه او خلګو باندی د انګلیس د استعمار په زور تحمیل سوی دی او ددی مناطقو خلګ د یو بل څخه بیل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چی ددی مسئلی طرحه د پاکستان سره د دشمنی په معنی نه دی.

دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، د کرزی لپاره د دیورند مساله د یو نوستالژی په شان دی. هغه بیله دی چی قادره وی چی دا خیال ته د واقعیت رنګ وکړی، په خپل ناسیونالیستی خوبونو کی هر وخت په افغانستان کی د دیورند هغه لوری ته سیر کوی.

منتقدان وایی چی ښاغلی کرزی هیر کړی دی چی د دیورند هغه لوری داسی ځای دی چی همداسی ځی چی د دیورند دا لوری کی هم اور بلوی.

د پوهانو په باور، د ښاغلی کرزی د همدی افراطی ملی ګرایی احساساتو له وجه دی چی نن افغانستان د جنګ په اور کی سوزی او په زرهاوو کسه قربانی ورکړی دی. دا ډول اظهارات ددی لامل کیږی چی د ښاغلی کرزی نوستالژیک افغانستان د دیورند دخط په مسآله کی عملآ د یو ممنوعه نظامی منطقی باندی بدل سی چی دهغه ځای څخه انتحاریانی افغانستان ته استول کیږی. امن هستی د تروریستی ډلو د زده کړی او تجهیز او تقویت لپاره رامنځته کیږی او دهغمغه ځای څخه د جهاد حکم د افغانستان د دولت او خلګو په وړاندی صادریږی.

تحلیل کوونکی وایی چی د کرزی لپاره هیڅ اهمیت نه لری داسی اظهارات څومره درانده او خونین هزینی پر خلګو باندی تحمیلوی.

د ښاغلی کرزی په شان خلګ که په لسهاوو کلو نور هم د افغانسان رییس جمهور سی، د افغانستان د ریاست جمهوری وله کلونه د دیورند هغه خیالی لوری او نوستالژیک باندی وقفوی او د پښتنو او بلوڅو لپاره آزادی او زده کړی او پرمختګ په اړه فکر کوی چی د دیورند په هغه لوری کی دی.

منتقدان ټینګار کوی چی کرزی په دی برخه کی افراطی برخورد کوی چی حتی نه غواړی په یاد راوړی چی د دیورند خط، د امیر عبدالرحمان ( د مدرن افغانستان پلار ) د حاکمیت سوغات دی!

پوهان هشدار ورکوی چی کرزی باید وپوهیږی چی د دیورند هغه لوری نوستالژیک افغانستان یو نوی تاریخی مرحی ته تللی دی چی دبیرته ګرځیدو امکان یی نسته او نور نه سی کولای د واقعی افغانستان د مرزونو او تعریف سوی بین المللی مشخصو مرزونو سره یوځای سی.

له بلی خوا، کرزی حق نه لری چی د خود خوا پادشاهانو په شان چی ځان ظل الله بولی او ټوله افغانستان او خلګ د ځان ملک بولی، د افغانستان د خلګو په نماینده ګی د بدخشان د غرونو څخه تر نیمروز دشتونو پوری خبری وکړی.

هغه په کوم وخت کی په دی اړه دخلګو څخه نظر غوښتنی کړی دی او دی فیصلی ته رسیدلی دی؟ که نه دی کړی، څوک هغه د افغاسنتان دخلګو د مادام العمر رییس په حیث تعین کړی دی چی د هغوی په نیابت سره حتی د ریاست جمهوری وروسته د دیورند په اړه خبری وکړی او حکم صادر کړی؟

د کرزی سیاسی تاریخ، د افغانستان دخلګو په نظر منقضی سوی دی او دا زنګ وهلی حربی هم نور نه سی کولای هغه د کشتی څخه سطحی ته راوړی؛ حتی که هغه د دیورند څخه د سیاسی سرمایی په حیث استفاده هم وکړی د افغانستان خلګ نور نه سی کولای ددی دروغو دعواوو تاوان ورکړی.
https://avapress.com/vdcbfsb80rhbfwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته