په پلازمېنه کابل کې څو شېبې وړاندې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
تر اوسه نه ده مالومه چې دغه چاودنه چېرته شوې ده.
امنیتي سرچینې تائیدوي، چې د کابل په شش درک سیمه کې د ناټو غوڅ ملاتړ مرکز ته نېږدې توغندی لګېدلی دی.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، په کابل ښار کې د شش درک سیمې اړوند په یوه ټنس میدان کې توغندی لګېدلی دی خو کوم ځاني او یا مالي تلفات نه لري.
د برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)